د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

نېکلسن: د سیمې هېوادونه باید د داعش په وړاندې د افغانستان له مبارزې ملاتړ وکړي


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان وايي، هغه هېوادونه چې پر خپله خاوره د داعش د نفوذ اندېښنه لري، باید د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

جنرال جان نېکلسن پرون شنبه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د ایران او روسیې یادونه وکړه او ویې‌ويل چې دا هېوادونه باید وپوهېږي چې د افغانستان دولت د هغوی او ټولې نړۍ په استازیتوب له داعش سره جنګېږي.

هغه زیاته کړه چې امریکا هيله لري چې له داعش سره په مبارزه کې به د سیمې ټول هېوادونه د افغانستان د حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

جنرال جان نېکلسن وویل:

"روسیه نه‌غواړي چې داعش د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د خپل فعالیت لمن خوره کړي، ایران نه‌غواړي چې داعش هلته فعالیت وکړي، نو موږ دا هېوادونه هڅوو چې د افغانستان د حکومت او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي ځکه د افغانستان امنیتي ځواکونه د ټولې نړۍ په استازیتوب چې روسیه او ایران هم په‌کې شاملېږي، دا جګړه پر مخ بیايي."

جنرال نېکولسن وویل، دا چې د افغانستان امنیتي ځواکونه او امریکايي عسکر له داعش سره جنګېږي په دې معنی نه‌ده چې دا وسله‌واله ډله به حملې نه‌کوي.

د هغه په وینا، د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د دې ډلې ۲۰۰۰ غړي په افغانستان کې وژل شوي دي.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

نېکلسن زیاته کړه:

"موږ د داعش تر دوه زره زیات غړي وژلي دي، موږ په ننګرهار کې د هغوی نفوذ کم کړی، د هغوی درې امیران موږ وژلي دي او د بل په لټه کې یې هم یوو، دا کار د امریکا د ترورېزم ضد ځواکونو او دافغانستان امنیتي قواوو کړی دی. اوس، د دې اړتیا ده چې هغه هېوادونه چې له داعشه اندېښنه لري، د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي ځکه دا د افغانستان حکومت دی چې د داعش په وړاندې د هغوی دفاع کوي."

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان زیاته کړه چې په افغانستان کې به د پوځيانو او سلاکارانو شمېر او نور پوځي امکانات زیات کړي.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

د متحده ایالاتو ولسمشر د افغانستان په وخت د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې امریکا به پرې نه‌ږدي چې ترورېستان یو وار بیا د افغانستان په خاوره کې پناه واخلي او پر امریکا حملې وکړي.

XS
SM
MD
LG