د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

محقق د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو په باب له خپلو څرګندونو دفاع کړې


د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو په باب له خپلو څرګندونو دفاع کړې ده.

محمد محقق د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د ترورېستي ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په زیاتو همکاریو ټینګار کړی دی.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې کړې ده.

دوی دواړو پرون په تهران کې سره کتلي دي.

محمد محقق په داسې حال کې د ترورېستي ډلو پر ضد د افغانستان او ایران د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی چې هغه وړمه ورځ په تهران کې یوې غونډې ته د افغانانو په شمول د هغو جنګیالیو ستاینه وکړه چې په سوریه کې جګړه مخ ته وړي.

په تهران کې د اهل بیت د مینه‌والو په نوم جوړې شوې غونډې ته د محقق د ویناوو یوه برخه چې وايي:

"له ټولو جنګیالیو که هغه د عراق او سوریې جنګیالي وي یا یې پوځ وي او یا د ایران، افغانستان، پاکستان او نورو ځایونو وي او په دې جګړو کې یې برخه اخیستې او بریالي شوي، د زړه له کومې ترې مننه کوم."

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق

تازه وروسته له هغې چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو په باب د محمد محقق څرګندونو په کور دننه د ځینو افغانانو له هغې ډلې د ملي شورا د یو شمېر غړو تُند عکس‌العملونه وپارول هغه یو وار بیا له خپلو څرګندونو دفاع کړې ده.

محقق له ایران انټرنشنل سره په تازه مرکه کې چې پرون‌یې کړې د هغه څه ننګه کړې ده چې په تهران کې یې ویلي و.

هغه له ایران انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي چې خبرې یې د هېواد په خیر دي او تر پایه‌یې دفاع کوي.

د افغان حکومت هېڅ یو ویاند د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د جنجال پاروونکو څرګندونو په اړه څه ویل نه‌غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت بیا څه وخت مخکې یوازې همدومره ویلي چې سوریې ته د جګړو لپاره د افغانانو د استولو مسئله به له ایراني چارواکو سره وڅېړي.

محقق وايي، خبرې یې د هېواد په خیر دي او تر پایه‌یې دفاع کوي.

خو د ملي شورا دواړو جرګو د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په څرګندونو خواشینې ښودلې او هغه‌یې ناسمې بللې دي.

د راپورونو پر اساس د فاطمیون لښکر په منځ کې چې د ایران سپاه پاسداران پوځ‌یې اداره کوي زرګونه افغانان هم د سوریې په جګړه کې ښکېل کړای شوي دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG