د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د محقق د وروستیو څرګندونو په اړه د ملي شورا تند غبرګون


د افغانستان د ملي شورا یو شمېرغړو په تهران کې د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال پر خبرو تند غبرګون وښود.

په ایران کې د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال محمد محقق څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست او ملي ګټو پر ضد دي او باید په اړه یې څېړنه وشي.

د مشرانو جرګې رئيس او د ولسي جرګې دوهم مرستیال پر دغو څرګندونو سربېره وايي، هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان په استازیتوب د ملي ګټو پرضد څرګندونې او سیاسي سوداګري وکړي.

د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق تېره شنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه په تهران کې له فاطمیون لښکر او له هغو افغانانو چې د دغه لښکر په چوکاټ کې یې د سوریې په جګړه کې برخه اخيستې وه، مننه وکړه.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار چې د یکشنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې، په دې اړه وویل:

"له محقق صاحب نه ډېر زیات متاثر شوم چې په سوریه کې یې د جنګېدونکو افغانانو نه مننه کړې، هغه غلط شوی او که دا کار شوی وي، تېروتنه یې کړې، موږ هېڅکله د پردیو جنګ افغانستان ته نه راوړو، موږ د سوریې او عراق دستمال جوړېدل نه غواړو، له سیاسي مشرانو نه مې غوښتنه دا ده چې په خپل ملت رحم وکړي او سیاسي سوداګري پرېږدي."

د راپورونو له مخې، جنرال قاسم سلیماني چې په سوریه کې د فاطمیون لښکر له بنسټ اېښودونکو دی، په ایران کې یې افغان مهاجرین هڅولي چې د سوریې جګړې ته ولاړ شي.

ښاغلي محقق د شنبې په ورځ د ایران په پایتخت تهران کې د یوې ناستې پرمهال له جنرال سلیماني د مننې ترڅنګ هغه کسان هم ستایلي چې د سوریې په جګړه کې یې برخه اخېستې ده.

نوموړي ویلي، د عراق، سوریې، ایران، افغانستان او د پاکستان په ګډون د ټولو هغو هېوادونو له اتباوعو مننه کوي چې د سوریې په جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

محمد محقق په سوریه کې جګړه د اسلام پر وړاندې د کفر جګړه او د نړیوال استکبار دسیسې بللې دي.

جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست تر دې دمه د ښاغلي محقق د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي محقق څرګندونې غیرقانوني او غیرې اخلاقي وبللې.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل:

"موږ افغانان ډېری بدبختۍ لرو، سیاسیون مو باید لومړی خپل جنګ لېرې او ختم کړي او بیا د نورو په چارو خبرې وکړي، دغه څرګندونې موږ غیر قانوني او غیر اخلاقي ګڼو او له حکومت نه موغوښتنه دا ده، کله چې سیاسیون د حکومت په استازیتوب چېرې ځي، دا ډول څرګندونې دې نه کوي، دا د دولت او ملت نه، بلکې د نوموړي شخصي څرګندونې دي."

له دې وړاندې په کراتو دا خبره شوې چې ایران په دغه هېواد کې افغان مهاجر د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ د سوریې جګړې ته لېږي.

دغه موضوع ډېری ځله د افغانستان په رسنیو کې د خلکو او ان د سیاسیونو له تندو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون مسئله نه ده تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به څېړنې کوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG