د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

هیومان رایټس واچ: ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان استخدام کړي


د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

هیومان رایټس واچ:

«ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان استخدام کړي دي» تر دې سرلیک لاندې د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان هیومان رایټس واچ په یوه راپور کې ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک هغه افغان ماشومان یاتنکي ځوانان چې په ایران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، استخدام کړي او د جګړې لپاره یې سورېې ته استولي دي.

دا سازمان وایي، د فاطیمیون په نوم د وسله والو افغانانو په ځانګړي لښکر کې چې ایران یې ملاتړ کوي، تر ۱۴ کلنو پورې افغان ماشومانو د سوریې په جګړه کې ګډون کړی دی.

راپور وایي، د نړیوال قانون له مخې، د جګړې ډګر ته له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو استول جنګې جرم دی.

د هیومان رايټس واچ څېړونکو په ایران کې د هغو هدیرو له قبرونو څخه چې د سوریې د جګړې ګډونوال پکې ښخ شوي، اخېستل شوي عکسونه څېړلي او اته افغان ماشومان یې په نښه کړي چې ښکاري په سوریه کې جنګېدلي او همالته وژل شوي دي.

د راپور له مخې، د ایراني رسنیو راپورونو هم یو شمېر دا پېښې تایید کړي او پر دې سربېره یې په جلا توګه د سوریې په جګړه کې د لږترلږه شپږو نورو افغان ماشومانو یا تنکي ځوانانو د وژل کېدو د پېښو خبره هم کړې ده.

هیومان رایټس واچ لیکي، څېړونکو د هغو ۲ قبرونو چې پکې پر ډبرو یې د ښخو شويو عمرونه له ۱۸ کلونو پورته کښل شوي، څېړنه کړې، خو د هغوی د کورنۍ غړو ایراني رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو عزیزانو عمرونه یې کم وو او د دې لپاره چې له فاطیمیون لښکر سره یوځای شي، خپل عمرونه یې لوړ ښودلي وو.

هیومان رایټس واچ وایي، داسې ښکاري چې دا یوازې ګونګوسې نه دي، بلکې هغه د دې ښکاره بېلګې دي چې ایران د سوریې جګړې ته ماشومان استوي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان د منځني ختیځ د څانګې مشرۍ سارا ویټسن له ایرانه وغوښتل چې سمدستي دې د سرتېرو ماشومانو ګمارل ودروي او هر هغه افغان ماشوم دې چې سوریې ته د جګړې لپاره استولی وي، بېرته را وغواړي.

هغې وویل، ایراني چارواکي د دې پرځای چې زیانمونکي کډوال په تېره بیا ماشومان په لومو کې بند کړي، باید د هغوی ژوند خوندي کړي او له هغو سره چې افغان ماشومان استخداموي، حساب کتاب وکړي.

ډیلي بیسټ:

امریکایي ډیلي بیست ورځپاڼې بیا د افغان ماشومانو وژلو ته له بله اړخه کتنه کړې او په افغانستان کې د امریکا په هوایي بمباریو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه لیکي، په افغانستان کې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې په څو بمباریو کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۲۶ ولسي وګړي ووژل شول چې تر نن ورځې پورې دا معلومه نشوه چې څه پېښ شول او ولې داسې وشول.

د ډیلي بیسټ په لیکنه، طالبانو د روان ۲۰۱۷ کال له پیله د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره حملو ته زور ورکړی و.

امریکا چې د سخت دریځو وسله والو له منګولو یې د سنګین د ساتلو لپاره په څو کلونو کې لږترلږه خپل ۷۰ سرتېري له لاسه ورکړي، په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د حملو د په شاتمبولو لپاره څو هوایي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې د حمید ګل چې ګومان یې کاوه د کورنۍ لپاره به یې ترټولو امن ځای لښکرګاه نه چې طالبانو یې د نیولو لپاره حملې زیاتې کړې وي، بلکې د طالبانو د جګړې د لیکو تر شاه سیمې وې، مور، شپږ ورونه، یوه خور او یوه ورېره هم ووژل شول.

د ټولو وژل شويو اوه ماشومانو عمرونه له ۱۶ کلونو کم وو.

ډیلي بیست لیکې، په ۳ ورځو کې پنځه ښځې او ۱۹ ماشومان ووژل شول او تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې دغه وژنې چې په ۳ کورونو کې شوي، په څه ډول او ولې شوي دي.

ډیلي بیست لیکي، ملګروملتونو ویلي چې د حملې په مهال په سیمه کې وسله وال نه وو، خو د امریکا په مشرۍ د ناټو د ماموریت یوه ویاند د ډیلي بیست دفتر ته ویلي چې د دې پېښو په اړه یې ۴ څېړنې ترسره کړي او د ملکیانو د وژلو مسؤلیت نه اخېستی شي او نه یې ردولای شي، خو د ملګروملتونو ادعا چې ویلي یې دي، د بمبارۍ په مهال په سیمه کې وسله وال طالبان نه وو، په کلکه ردوي.

XS
SM
MD
LG