د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

افغان کډوال د ایران له خوا سوریې ته د جنګ لپاره استول کیږي


په ایران کې افغان کډوال د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سازمان له خوا د بشار اسد په ملاتړ سوریې ته استول کیږي.

سید احمد هغه افغان ځوان دی چې شپږ میاشتې د ایران حکومت له خوا په سوریه کې د بشار اسد د مخالفینو په وړاندې جنګېدلی دی.

هغه وايي، له دې سره چې څه باندې لس کال یې له خپلې بوډا مورې او مېرمن سره په ایران کې وخت تېر کړی، خو لا هم نه دی توانېدلی چې په هغه هېواد کې د اقامت یا اوسېدو اسناد ترلاسه کړي.

دا افغان پناه غوښتونکی وايي؛ په ایران کې د اقامت د اسنادو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله چې د سپاه پاسداران د مامورینو ښکار وګرځېد او د ایران پوځي سازمان له هغه وغوښتل چې هر میاشت د ۳ میلیونو تومن پيسو او د اقامت د اسنادو په بدل کې سوریه ته د جګړې لپاره ولاړ شي.

فغان پناه غوښتونکی وايي؛ په ایران کې د اقامت د اسنادو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله
فغان پناه غوښتونکی وايي؛ په ایران کې د اقامت د اسنادو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله

سید احمد د سوریې په دمشق، حلب او طلبسیه ښارونو کې د سوري د حکومت د مخالفینو په وړاندې جنګېدلی دی او د ایران مالي ملاتړ علاوه د بشار اسد د حکومت څخه یې هم د میاشتې سل امریکایي ډالر ترلاسه کول.

هغه وویل:

"د میاشتې سل ډالر بشار اسد راکول، مهمات او نظامي تجهیزات ټول د ایران مسوولیت و، افغان د جګړې په لومړۍ کرښه، عراقیان د جګړې په دویمه کرښه، د ایران سپاه پاسداران په دریمه او پاکستانیان او لبنانیان پسې وروسته د جګړو په کرښو کې جنګېدل."

دا افغان ځوان وايي چې له یوې مودې مرګونې او شدیدې جګړې پس ایران ته راستون شو، خو کله یې چې د اقامت د اسنادو غوښته وکړه، د ایران حکومت پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي نوموړی افغانستان ته رد مرز کړ.

سید احمد یې په اړه زیاتوي:

"شپږ میاشتې مې په سوریه جنګ وکړ، بیا چې ایران ته راغلم د اوسېدو اسناد مې وغوښتل دوی ماته اسناد رانه کړل او برعکس زه یې افغانستان ته را واړولم."

د ایران له خوا د سوریې جګړې ته مو د افغان پناه غوښتونکو د استولو موضوع د هېواد له بهرینو چارو وزارت سره هم شریکه کړه.

د دې وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د سوریې په جګړه کې د افغان پناه غوښتونکو حضور تاییدوي، خو وايي چې په دې جګړه کې د دوی د حضور د څرنګوالي په اړه بې خبره دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په جګړه کې د افغان پناه غوښتونکو حضور تاییدوي
د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په جګړه کې د افغان پناه غوښتونکو حضور تاییدوي

ازاد وویل:

"د افغانستان اوسېدونکي د سوریې د جګړې په دواړو لورو کې حضور لري، هغه څه چې پرې موږ اوس بحث کولای شو، دا دي چې موږ کره راپوره ترلاسه کړي چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو حضور تاییدوي."

له بل لوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ایران باید د افغان کډوالو مسئلې ته د بشري لحاظه پام وکړي او هېڅ کله دې هم له کډوالو څخه سیاسي او جنګي ګټه پورته نه کړي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل وویل:

"زموږ غوښتنه له ایران او نورو هېوادنو څخه دا ده چې د کډوالۍ مسئلې ته دې د یوې بشري مسئلې په سترګه وګوري، او له کډوالو څخه دې هېڅ ډول سیاسي او جنګي کټه پورته نه شي."

د منځني ختیځ د سیاسي چارو پوهان وايي؛ یوازې ایران نه بلکې د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه او د سیمې استخبارتي حلقې هم له افغان کډوالو څخه سیاسي ګټې پورته کوي.

سید علي رهرو په دې اند دی:

"یوازې اېران نه دی چې افغانان سوریې ته د جګړې لپاره استوي بلکه پاکستان یې هم استوي او ایران دا کار د خپلو ځمکنیو ځواکونو د تقویت لپاره کوي چې دا عمل یې د نړېوالو اړیکو، قونسلي او ديپلوماتیکو روابطو خلاف کار دی."

تر دې دمخه خپرو شویو راپورونو ته په استناد چې د ایران سپاه پاسداران ته مربوط د شبه نظامیانو ځواکونو علاوه، د حزب الله سرتیري او د لبنان شبه نظامي او سیاسي وسله والې ډلې هم په سوریه کې د بشار اسد په ملاتړ جنګیږي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG