د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

"د سعودي او ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغانانو د لېږلو مسئله څېړو"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سعودې عربستان او ایران لخوا د یمن او سورېې جنګونو ته د افغانانود لیږلو په اړه څیړنې کوي.

که څه هم له څو میاشتو راهیسې ویل کېږي چې ځینې افغانان د سعودي له خوا د یمن او د ایران له خوا د سوریې جنګ ته لېږل کېږي؛ خو افغان حکومت وايي، د موضوع په اړه یې د خپلو سیاسي نماینده ګیو په ذریعه څېړنې پیل کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ په دې هلکه راپورونه وررسېدلي؛ خو ثبوت او کره توب یې څیړنې غواړي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت سیاسي نماینده ګیو ته وظیفه ورکړل شوې ده چې که چېرې په دې هکله معتبر شواهد او ثبوت ومومي؛ له وزارت سره دې يې شریک کړي؛ که ثبوت ترلاسه شي په هکله به یې اصولي اقدام وشي."

په دې وروستیو کې ځینو افغان کورنیو ویلي؛ د دوی اولاد چې د عمرې لپاره سعودي عربستان ته تللي؛ د سعودي له خوا د یمن جنګ ته لېږل شوي دي.

راپورونه وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د حوثیانو پرضد په جګړه بوخت دی.

راپورونه داهم وايي، ایران په دې جګړه کې د حوثیانو ملاتړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی عبدالودود پیمان تاییدوي چې د ځینو ځوانانو له عقیدو څخه په دې نامه چې کعبه شریفه په خطر کې ده ګټه پورته او د یمن جنګ ته لېږل کېږي:

"ترکومه ځایه چې زه معلومات لرم؛ تراوسه شاوخوا دوه سوه افغان ځوانان په دې جنګ کې ګډ دي. دا ځوانان بې تجربې او ناخبره وي؛ ورته ویل کېږي چې د یمن له جنګ څخه د فاع له کعبې څخه دفاع ده."

له دې وړاندې ټایمز ورځپاڼې لیکلي وو چې ایران په افغانستان او پاکستان کې په لکونو ډالره لګوي چې یو شمېر ځوانان په سوریه کې، د بشاراسد په پلوۍ جنګ ته استخدام کړي.

همدارنګه ځینې نور خبرونه وايي چې د ایران سپاه پاسداران؛ په ایران کې افغان کډوال د سوريي جنګ ته استوي.

په دې اړه د ولسي جرګې غړې حمیرا ایوبي ازادي راډیو ته وویل:

"په ایران کې مو داسې قضیې هم درلودې چې ځوانان مو د سوریې په جنګ کې شهیدان شوي دي. دا ډول شل پنځه ویشت شهیدان د فراه ولایت د کوک علیا کلي ته رالېږدول شوي او ښخ شوي دي."

دا چې افغان ځوانان څنګه له ایران څخه د سوريې جنګ ته لېږل کېږي؛ د سید جواد په نامه یو افغان په هرات ولایت کې ازادي راډیو ته ویلي چې په ایران کې د هستوګنې په موده کې څو ځلې د سوریې جنګ ته استول شوی؛ خو د عصبي رنځ له امله بېرته ایران ته ستون شوی دی:

"څو ځلې د جنګ لپاره سوریې ته لاړم چې جنګ ختم کړو. زموږ نومونه یې په تهران، مشهد او نورو ځایونو کې لیکل، پنځه لس ورځې به یې د وسلو کارول رازده کول؛ بیا به يې په الوتکه کې سوريې ته رسولو."

سید جواد وايي دی یوازینی افغان نه دی چې د ایران له لورې د سوریې جنګ ته استول شوی بلکې وايي، د ده په څېر لګسونه ځوانان هم دې جنګ ته استول شوي دي.

د ولسي جرګې غړي له حکومته غواړي چې د دې ستونزې مخنیوي ته جدي اقدام وکړي او پرې نه ږدي چې په نورو هېوادونو کې د افغانانو له احساساتو او مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG