د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

ایراني پوځیان له افغان کډوالو باج اخلي


د ایران او ترکيې تر منځ ګډه پوله
د ایران او ترکيې تر منځ ګډه پوله

یو شمیر افغانان چې د ایران له لارې کډوالۍ ته مخه کوي وايي چې د ایران پولیس ورڅخ باج اخلي. دا په عمومي توګه هغه افغانان دي چې په غیر قانوني توګه، لومړی ایران او بیا له هغه ځایه ترکیې ته ځي څو د سمندر له لارې اروپا ته تېر شي.

دوی ادعا کوي چې ترکیې ته د تېرېدو لپاره د ایران پولیس او پوځیان ناوړه چلند ورسره کوي او مجبوروي چې پيسې ورکړي.

یو شمېر کډوالو له ازادي راډیو سره په مرکه کې شکایت کړی چې د ایران پوځيان حتی په ځيني مواردو کې کډوال افغانان په سوریه کې پر وسله والو ډلو پلوري او جګړې ته یې استوي.

نبي الله ۲۰ کلن دی او په کابل کې د سوداګرۍ له مسلکي لېسې څخه تر فارغېدو وروسته یې پرېکړه وکړه چې اروپا ته ولاړ شي. نبی الله وايي، له خپلې کورنۍ او خپلوانو یې لږ تر لږه ۱۵ زره ډالر پور کړل او د ایران له لارې یې اروپا ته حرکت وکړ، خو نبي الله ښايي د دې سفر د خطرونو په اړه زیات فکر نه وو کړی.

ده په مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې ایران ته له رسېدو وروسته د هغه هېواد سرحدي پولیسو ونیو، یوه اندازه پيسې چې یې پور کړې وې، پولیسو ته یې وسپارلې او بلاخره یې په ډېرو ستونزو ځان د ترکیې خاورې ته ورساوو.

نبي الله د سفر د ترخو شېبو په یاد کې وايي:

"نیمه شپه ایران ته ورسېدو او موږ ټول افغانان یې له موټره ښکته کړو، زموږ په وهلو او ټکولو یې پيل وکړ. یوه شپه یې وساتلو او بیا یې اردوګا ته چې د پوځیانو اډه ده، ولېږدولو، موږ یې افغانستان ته ستانه کړو. زما په جېب کې ۱۴۰ زره تومنه وو چې پولیسو ته مې ورکړل او ځان مې خلاص کړ."

د نبي الله په وینا، هغه افغانان چې د ایران له خاورې ترکیې ته تېرېږي، شکنجه کېږي، سپکاوی یې کېږي او حتی په ځینې مواردو کې ډزې ورباندې کېږي.

یو بل افغان ځوان، فرهاد ۲۱ کلن دی او په کابل کې د اریانا په نوم خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی.

دی هم له کابله د اروپا په هیله روان شوی وو خو وايي چې په ایران کې د ناوړه وضعیت له امله، بېرته ستون شو.

دی اوس د کابل ښار په څلورم مکرویانو کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي خو وايي لاهم د هغو ترخو شېبو یادونه کوي چې په ایران کې پرې تېرې شوي دي.

فرهاد وايي چې له زرګونو کسانو سره، د ایران په یوه کمپ کې اچول شوی وو.

هغه زیاته کړه:

"پر افغانانو یې شاقه کارونه کول. خپل کارګران یې حتی سپمول. پر افغانانو یې تشنابونه پاکول. په کانونو کې یې کار کولو ته مجبورول. ملګري ملتونه هر افغان کډوال ته چې په ایران کې پروت وي، د میاشتې درې سوه ډالر ورکوي خو هغوی به یو موټې وریجې دوو تنو ته ورکولې، نیمه وچه مړۍ به یې دوو تنو ته ورکوله. نږدې وو چې ځینې خلک له لوږې مړه شي."

د افغانستان د کډوالو او راستنيدونکو وزیر سید عالمي بلخي وايي چې له افغان کډوالو سره په ایران کې د ناوړه چلند رپوټونه ورته رسېدلي او دا مسئله یې له ایراني چارواکو سره هم مطرح کړې ده.

ښاغلي بلخي په دې اړه وویل:

"موږ د قانون پر اساس، دا مسئله له ایراني لوري سره مطرح کولای شو خو په دې کې مداخله کول زموږ له توانه لوړه خبره ده."

یوه بل افغان علي شاه یعقوبي ویلي چې د ایران له خاورې ترکیې ته له تېریدو وروسته ، څو اونۍ د ایراني پوځيانو په ولکه کې پاتې شوی دی.

یعقوبی نیویارک ټایمز ته ویلي:

"ایراني چارواکو به زندانیانو ته ویل چې که چېرې افغانستان ته نه ستنېږي، سوریې ته به واستول شی څو د سوریې د حکومت په ملاتړ وجنګېږي.

خو فرهاد د ویلو لپاره تر دې زیاتې خبرې لري او زیاتوي:

"کله چې کډوال د پولیسو لاس ته ورشي، په موټرو کې یې اچوي او د سوریې پولې ته یې لېږدوي. هلته په سوریه کې خلکو ته وايي چې دا کسان یې د جنګ لپاره وروستي دي. تاسې ته د خبرو اجازه نه درکوي او که چېرې غږ پورته کړې، وهل او ټکول کېږې حتی ډزې هم کېږي."

د ازادې اروپا راډيو د ایران برخې خبریاله فارین عاصمي وايي، که څه هم د سوریې جګړې ته د افغانانو د جبري استونې رپوټونه خپرېږي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت هېڅکله هم دا معلومات نه دي تائید کړي.

مېرمن عاصمي وايي:

"د بهرنیو چارو وزارت مخکنۍ ویاندې مرضیه افخم تېر کال په میزان کې په دې اړه د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې رپوټ رد کړ او ویې ویل چې ایران افغان کډوال سوریې ته نه استوي او دا ادعا بې اساسه ګڼي."

د ایران چاپ مهر ورځپاڼه وايي، که چېرې افغان کډوال غواړي چې د ایران له لارې ترکیې ته ولاړ شي او د ایراني پولیسو دستور له پامه وغورځوي، پولیس ډزې ورباندې کولای شي.

تر اوسه په دې اړه کره ارقام نشته چې څومره افغانان د ایران له خاورې، اروپايي هېوادونو ته اوښتي دي. خو مېرمن عاصمي د ایراني مطبوعاتو په حواله وایي:

"روان دوبی د تهران چاپ شهروند ورځپاڼې وویل چې د ایران په شمال لوېدیځو پولو کې، سل تنه غیرقانوني کډوال نیول شوي چې زیات یې افغانان وو او غوښتل یې چې له ختیځ لوري ایران ته دننه شي او غربي سیمو ته ولاړ شي څو ځانونه اروپا ته ورسوي.

د راډیو فردا په حواله، د ایران د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال تېره اوونۍ وویل چې هرکال ۵۰۰ زره افغان کډوال په غیرقانوني توګه، په ایران کې نیول کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند حسین علي امیري د زرګونو غیر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو خبر هم ورکړ.

ښاغلی امیري په دې اړه وايي:

"د کال له پیل راهیسې، ۱۲۰ زره کسان خپلو هېوادونو ته استول شوي، د هغوی د هېوادونو سرحدي ساتونکو ته سپارل شوي، خو د ارقامو پر اساس ۱۰ سلنه یې خپلو هېوادونو ته تللي او هلته پاتې شوي دي."

د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یوه ویاند، راند ریموند ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالو د ستنولو بهیر باید د بشري ارزښتونو لپاره د درناوي پر اساس وي.

خو ځینې داسې افغانان هم شته چې د ایران له لارې د سفر ناوړه شرایطو ته په پام سره يې اروپا ته له تګه ډډه کړې ده.

یو افغان ځوان، ذبیح الله وايي چې یو شمېر خپلوانو یې چې د ایران له لارې اروپا ته تللي، په لاره کې ډېر زحمت لیدلی او شکنجه شوي دي.

خو ذبیح الله وايي، ګڼ شمېر خلک په دې پوهېږي چې له دې لارې پرته، اروپا ته د رسېدو نور امکانات ډېر محدود دي.

ذبیح الله په دې اړه زیاتوي:

"په سلو کې ۱۰ سلنه ډاډ هم نه لرم چې د ایران په خاوره کې به سلامت د ترکیې تر پولې ورسېږم خو فکر کوم چې تر هرې ورځې مړینې به دا غوره وي چې یو وار مړ شم."

ذبیح الله وايي چې د ایران له لارې له تګه پرته، بله لار نه ویني خو هغه کسان چې اروپا ته رسېدلي، څه حال لري؟

نبي الله چې د ایران له لارې تر ټولو سختیو تېر شوی او جرمني ته رسېدلی وايي چې لاهم نه شي کولای چې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او لاهم نه پوهېږي چې څه وخت به په جرمني کې د استوګنې قانوني شرایط ورته برابر شي؟

XS
SM
MD
LG