د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

ایران څنګه افغان کډوال د الاسد په پلوۍ جګړې ته استخداموي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی”ایران څنګه افغان کډوال د بشارالاسد په پلوۍ جګړې ته استخداموي.“

په لیکنه کې د بامیانو د فولادي درې د یو ۱۹ کلن افغان عبدالامین یادونه شوې چې څنګه له بې وزلۍ ایران ته په کار پسې ولاړ او له هغه ځایه یې سر د سوریې جګړې ته ورسېد.

ورځپاڼه وايي، امین په ایران کې له څو میاشتو کار کولو وروسته، په ګټلو پیسو په عراق کې د کربلا زیارت ته ولاړ، خو کله چې بېرته ایران ته راستون شو، نو نه یوازې دا چې کار یې نه شو موندلی بلکې له ایرانه د شړل کېدو ویره هم ورسره وه.

تېر ژمي کې ایراني چارواکو امین ته وړاندیز وکړ چې که د سوریې جګړې ته ولاړ شي، نه یوازې د میاشتې به اته سوه ډالر تنخوا تر لاسه کړي بلکې په ایران کې به د اوسېدو لس کلنه اجازه هم ورکړل شي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، ایران په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د فاطمیانو لېوا رامنځ ته کړه چې په اصل کې د شیعه افغان مهاجرو څخه جوړه شوې لیوا ده او د ایران سپاه پاسداران او د حزب‎الله د نظامیانو له‎خوا روزنه ورکول کېږي.

اټکل کېږي چې په دې لېوا کې به له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ پورې سرتېري اوسي.

نیویارک ټایمز وايي، هماسې چې پاکستان د افغان د سُني کډوالو بچیان په ۱۹۹۰میلادي لسیزه کې طالبانو په لیکو کې د جګړې لپاره جذب کړل، ایران په ورته توګه په دې هېواد کې د شیعه افغان کډوالو څخه د سوریې جګړې ته د جنګیالیو د جذبولو لپاره کار اخلي.

لیکوال وايي: ایران په وروستیو څو کلونو کې سوریې ته په استول کیدونکو ملېشو کې د امین په څېرد هغو بې اسنادو افغان ځوانانو جذبول زیات کړي چې په دې وروستیو کې د اقتصادي فرصتونو په لټه ایران ته تللي.

د لیکوال په باور ایراني چارواکي د دې کډوالو د اقتصادي سرګردانۍ او د مهاجرت د اسنادو د نشتوالي له ستونزې پر استفادې سربیره، د شیعه افغانانو له دیني عقیدې هم ګټه اخلي او هغوی په سوریه کې د بشارالاسد په پلوی جګړې ته استوي.

خپرونه وايي، هغه افغان شیعه ځوانان چې د سوریې جګړې ته استول کېږي ډیر یې نالوستي دي، د دې کړکېچ په سیاسي او امنیتي اړخونو ډېر لږ خبر دی.

د بېلګې په توګه امین باور لري چې په سوریه کې جګړه د النصره جبهې سره له دې کبله ده چې د دې جبهې مشر غوښتل د یو جومات د پاسه پلورنځي جوړ کړي، خو کله چې بشار الاسد د جومات ژغورنې ته اقدام وکړ، د النصره جبهې مشر د اسد د نسکورولو او سپیڅلو زیارتونه د ورانولو لپاره جنګ پیل کړ.

امین وايي، په سوریه کې یې په بېلابېلو سیمو کې په جګړو برخه لرله. د ده په وینا په هره جګړه کې افغانان د لومړۍ کرښې د جنګیالیو په توګه کارېدل.

د ورځپاڼې په وینا، په سوریه کې افغانان په دمشق، لاذقیه، حما، دیارالزور، حمص، حلب او پالمیرا کې د اسد د ځواکونو په پلوۍ جنګیدلي.

ځیني اټکلونه وايي، په دې جګړه کې د شپږ سوه په شا او خوا کې افغانان وژل شوي.

امین نیویارک ټایمز ته ویلي، د ګڼو افغانانو مړي یې د جګړې په ډګر کې کتلي او لږ تر لږه ۱۵ افغان ملګري یې سوریه کې وژل شوي.

امین چې د حلب په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته بېرته ایران ته ستون شو، له هغه ځایه اوس خپل پلرني ټاټوبي بامیان ته تللی، خو وايي، که دلته یې ګوزاره ونه شي بیرته ایران ته ځي او دا ځل ځکه له ایرانه د شړلو ویره نه لري چې د دې هېواد لس کلن اقامت ورکړل شوی دی.

ایکانومیک ټایمز بیا په افغانستان کې د هندوستان د رول پر پراختیا د یو شمېر امریکايي چارواکو د ټینګار یادونه کړې.

دا خپرونه وايي، د امریکا د سنا یوې کمېټې له پنټاګون غوښتي چې هندوستان دې ته داسې لارې مشخصې کړي چې په کارولو یې هند د افغانستان سره دفاعي ملاتړ او هم غږي زیاته کړي.

د خپرونې په وینا په دې اړه د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو په کمېټه کې د سناتور ډان سولیوان له خوا وړاندې شوې طرحه تصویب شوه.

XS
SM
MD
LG