د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

ارګ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال "محقق" وروستۍ لانجمنې څرګندونې ارزوي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال وروستۍ لانجمنې څرګندونې وارزوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق هغه وروستۍ څرګندونې چې په سوریه او عراق کې یې د افغانانو د جګړې ستاینه کړې، د دغه هېواد د قانون او ملي ګټو پر خلاف بللي دي او وایي، دا موضوع به په جدي ډول وارزول شي.

د ارګ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
د ارګ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي

د ارګ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په تهران کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست د اصولو، د ملي ګټو، ثبات او د نافذه قوانینو پر خلاف دي او په هېڅ وجه د افغانستان د دولت نظر نه څرګندوي. د ارګ په اعلامیه کې هم د همدې څرګندونو پر ارزونې ټینګار شوی دی."

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې دغه هېواد هېڅ‎کله په نیابتي جګړو کې ښکیل نه‎وو او په راتلونکي کې به اجازه ورنه‎کړي چې د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال چې په دې وروستیو کې یې په تهران کې په یوه غونډه کې خبرې کولې، د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو له اتباعو په تېره بیا د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې د قوماندان قاسم سلیماني له ونډې مننه او ستاینه وکړه چې په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې جنګېږي.

اجرائیه ریاست هم وړاندې دا د ښاغلي محقق شخصي نظر بللی وو.

یو شمېر سیاسي او حقوقي کارپوهان وایي، د افغانستان د نافذه قوانینو پر اساس د محقق د دغو څرګندونو د پلټنې موضوع ملي شورا ته سپارل کېږي.

استاد پوهاند ودیر صافی
استاد پوهاند ودیر صافی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل:

"که د دولت لوړ پوړي چارواکي لکه ولسمشر، وزیران او یا د حکومت نور غړي د ملي ګټو ضد څرګندونې کوي، د پارلمان دوه-درېیمه برخه به یې په اړه پریکړه کوي چې دا څرګندونې ملي خیانت ګڼل کېږي، که څنګه ؟ او که ملي خیانت وګڼل شي نو د هغه کس برخلیک به یوه ځانګړې محکمه ټاکي."

د محمد محقق پر خبرو د مدني فعالانو اعتراض
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افغانستان قوانین د دغه هېواد اتباعو ته یوازې د ملي حاکمیت په چوکاټ او د دغه هېواد تر بیرغ لاندې د عسکري خدمت اجازه ورکوي.

د راپورونو له مخې زرګونه افغان کډوال چې په ایران کې یې ژوند کاوه، د ایران له لوري د سوریې جګړې ته استول شوي او د هغه هېواد په کورنۍ جګړه کې د فاطمیونو د لوا په تشکیل کې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په پلوۍ جنګېږي.

XS
SM
MD
LG