د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

ملي ارمان: کاشکې محقق له خپلو زامنو نه یو د سوریې جنګ ته لېږلی وی


کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، محمد محقق په ایران کې د ایراني قوماندان قاسم سلیماني او هغو افغان ځوانانو ستاینه کړې چې د ایران د ګټو لپاره په سوریه کې د داعش پر وړاندې جنګېږي.

خو په سرمقاله کې راغلي، دلته بیا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغانان له جګړې ستړي دي او حکومت په هېڅ ځای کې هېڅ افغان په جګړه کې ښکېل نه‌غواړي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې د حکومت په یو دومره مهم ارګان کې د دوو لوړپوړو او یو بل ته د دومره نږدې چارواکو ترمنځ د نظر او دریځ دې لوی اختلاف ته په پام سره، نړۍ به افغان حکومت ته په کومه سترګه ګوري؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت ته له خپلو موچڼو ماران راوتي دي.

افغانان له جګړې ستړي دي.
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د محمد محقق د وروستیو څرګندونو په اړه لیکلي، دا ډول څرګندونې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې اور ته نور هم تېل ورشیندي.

ورځپاڼه لیکي:

که ایران په سوریه او عراق کې شیعه ډلې کاروي، سعودي بیا په سیمه کې د ایران هڅې تتوي، نو د سرمقاله لیکونکي په باور، وېره دا ده چې دا به په افغانستان کې د داعش تر څنګ د ایران او سعودي ترمنځ شخړې ته هم لمن ووهي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه د ولسي جرګې د غړو د دریځ خبره کړې ده.

ویسا لیکي، د ولسي جرګې غړي وايي، د ملي یووالي د حکومت یو شمېر چارواکو د پردیو ګټو د خوندیتوب لپاره په لوی لاس افغانستان ته نیابتي جګړې راوړي او افغانان د خپلو ناسمو سیاستونو قرباني کوي.

د مطلب د لیکونکي په وینا، وکیلان وايي د ښاغلي محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي او سیمه‎ییز حساسیتونه راپاروي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې د موضوع په اړه لیکلي، کاشکې ښاغلي محقق له خپلو زامنو نه یو تن جنګ ته لېږلی وی چې د سرمقاله لیکونکي په خبره د هغو میندو درد یې احساس کړی وی چې عزیزان‌یې د سوریې او عراق په جګړه کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي:

دا زموږ دنده نه‎ده چې په سوریه او عراق کې د داعشیانو د له‎منځه وړلو لپاره خپل زامن ولېږو، بلکې موږ مکلفیت لرو چې د بشریت د کورنۍ د غړي په توګه له نړیوالو قوانینو ملاتړ وکړو او د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای ترهګري رامنځته نه‌کړو.

XS
SM
MD
LG