د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

هېرټ اف اېشیا: محقق په سوریه کې د بریا په خاطر د فاطیمیون ستاینه کړې


په کابل کې خپریدونکو خپلواکو ورځپاڼو نن تر ډېره په ایران کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال پر څرګندونو بحثونه کړي او په دې اړه‌یې د بېلابېلو اړخونو غبرګونونه راخیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي ورځپاڼو هم د حکومت په څېر په دې اړه خاموشي غوره بللې.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په یو مطلب کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د څرګندونو په اړه چې په سوریه کې یې د افغانانو د جګړې ستاینه کړې د ملي شورا غبرګون راخیستی چې د ورځپاڼې په وینا خورا تُند وو.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دواړو جرګو د محقق څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست او ملي ګټو په خلاف بللي او په دې اړه‌یې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د رئیس او د ولسي جرګې د مرستیال په حواله لیکلي دي چې هېڅ‌څوک دا حق نه‌لري چې له هېواده بهر د ملي ګټو په خلاف عمل او سیاسي تجارت وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د محقق د څرګندونو په اړه د ملي شورا غبرګون ته په اشارې په یو مطلب کې لیکلي دي چې د شورا دواړه جرګې د ده څرګندونې د ملي ګټو په خلاف او د اندیښنې وړ بولي.

ورځپاڼې په جلا تحلیلي مطلب کې د محقق د څرګندونو په اړه ځینې پوښتنې پورته کړي او په افغانستان کې یې د داعش له‌خوا د شیعه‌ګانو په وړاندې تېرو حملو ته په اشارې لیکلي دي چې دا ډول څرګندونې ممکن د ورته نورو خونړیو حملو لپاره پلمه وګرځي.

ورځپاڼې د سوریې جګړه د نړۍ د لویو ځواکمنو هېوادونو په ګډون د سیمې د ګڼو هېوادونو ترمنځ جګړه بللې چې په اړه‌یې د افغانستان په ناپیلتوب ټینګار کړی دی.

خو ورځپاڼې له افغان حکومته غوښتي چې د محقق د خبرو په اړه لا پروایي ونه‌کړي بلکې له ده جنابه پوښتنه وکړي چې د چا په صلاحیت‌یې د افغانستان د بهرني سیاست پر خلاف څرګندونې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په تهران کې د هغې غونډې انځور هم خپور کړې چې په‌کې محقق د ایراني چارواکو سره یوځای لیدل کېږي.

ورځپاڼې د همدې انځور نه پورته په غټو ټکو سره لیکلي دي چې د محقق څرګندونې د ملي ګټو په خلاف او د داعش ډلې په ګټه دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې محقق په خپلو دې څرګندونو سره په افغانستان کې د داعش ډلې جګړه توجیه کوي او د ورځپاڼې په وینا دا ځکه چې له دې داسې برداشت اخیستل کېږي چې ګواکې عراق او سوریې ته افغانان د دوی په خپله خوښه داعش پسې ورغلي دي.

ورځپاڼې دا خبرداری ورکړی چې په دې مسئلې د حکومت خاموشه پاتې کېدل به دا معنی ولري چې داعش او نورې ډلې باید افغانستان ته راشي او وحشت وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د محقق کیسه خو روښانه شوه، خو اوس باید د حکومت کیسه هم روښانه او په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.

  • هېرټ اف اېشیا

د هېرټ اف اېشیا انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال څرګندونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې محقق په سوریه کې د بریا په خاطر د فاطیمیون جنګیالیو ستاینه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې محقق په خپلو څرګندونو کې له افغانانو، پاکستانیانو، ایرانیانو او د نورو هېوادونو له جنګیالیو مننه وکړه چې د سوریې په جګړه کې یې برخه اخیستې.

ورځپاڼه لیکي چې محقق په دې بریا کې د قاسم سلیماني رول مهم ګڼلی دی.

د ورځپاڼې په وینا قاسم سلیماني هغه کس دی چې په سوریه کې یې د دغه ځواک په جوړولو کې مهم رول لوبولی او افغانان‌یې هڅولي چې د سوریې په جګړه کې برخه واخلي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام د محقق د څرګندونو په اړه پورته شویو غبرګونونو ته هم کتنه کړې او لیکلي یې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د محقق د څرګندونو پر سر تاوده بحثونه روان دي.

ورځپاڼې په دې اړه دوه مهم غبرګونونه راخیستي چې ویلي یې دي، محقق په دې څرګندونو سره د سوریې په جګړه کې د افغانانو ګډون تائید کړ او په دې ډول‌یې داعش ته په افغانستان کې د جګړې بلنه ورکړه چې د یوې بلې نیابتي جګړې بنسټ‌یې کېښود.

XS
SM
MD
LG