د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش د شمېر په اړه د ضمیر کابلوف څرګندونې رد کړې


د افغانستان دفاع وزارت په دغه هېواد کې د داعش جنګیالیو د پراخ حضور په اړه د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې ردوي او دا د نوموړي شخصي نظر ګني.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نړیواله ټولنه او روسیه ټول په دې پوهېږي چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او اوس‌یې شمېر له زرګونو، سلګونو ته راښکته شوی دی.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۳» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ضمیر کابلوف دا څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، په افغانستان کې شااوخوا ۱۰ زره داعش جنګیالي فعالیت لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"په افغانستان کې داعش جنګیالي زرګونه نه، بلکې سلګونه دي. که چېرې د داعش فعالیت له لومړیو حساب کړو، ممکن د دوی شمېر به په افغانستان کې له شپږ تر اوو زرو پورې و، له دې ډلې زرګونه ووژل شول، یو شمېر ټپيان او ځیني یې هم ونیول شول. اوس‌یې شمېر سلګونو ته راښکته شوی، هغه څه چې ضمیر کابلوف ویلي، دا د هغه خپلې خبرې دي."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ریانویستي خبري اژانس سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې شااوخوا ۱۰ زره داعش جنګیالي فعاله دي، په سوریه او عراق کې مات شوي داعش جنګیالي افغانستان ته تښتېدلي او له تاجکستان او ترکمنستان سره په پوله ځای پر ځای شوي چې دې کار روسیه اندېښمنه کړې ده.

ښاغلي کابلوف ویلي، په افغانستان کې د داعش جنګیالیو مرکزونه د مرکزي اسیا او د روسیې د جنوبي سیمو لپاره ستر ګواښ دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت دغه خبره نه‌مني او وايي چې د سوریې او عراق په څېر داعش جنګیالیو ته په افغانستان کې د فعالیت زمینه نه‌ده مساعده او نه‌یې هم افغانان مني.

بل‌خوا د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، روسیه د خپلواک هېواد په توګه دا حق لري چې د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړي.

د دغه کمېسیون غړې وږمې ساپۍ ازادي راډيو سره په خبرو کې د روسیې اندېښنې ته په کتو ټینګار کوي چې دواړه هېوادونه باید د داعش په له‌منځه وړلو کې له یو بل سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

اغلې ساپۍ وویل:

"روسیه باید له افغان حکومت سره په شریکه د داعش، طالب، د مخدره موادو د قاچاقبرانو او مافیا په له‌منځه وړلو کې مرسته وکړي، دا هر څه د سیاسي تفاهم له لارې کېدای شي، دواړه هېوادونه کولای شي چې له ډيپلوماتیکو لارو خپلو کې ښې اړیکې جوړې کړي."

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

ضمیر کابلوف دا هم ویلي چې له ناټو یې د هغو هیلکوپټرو په اړه ځواب نه‌دی ترلاسه کړی چې د نوموړي په وینا، په افغانستان کې داعش جنګیالیو ته وسلې لېږدوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر اوسه هېڅ‌چا د دغو ادعاوو په اړه اسناد او شواهد نه‌دي ورکړي.

ښاغلی وزیري وايي، روسیه له فضا د عکس او وېډیو اخیستلو پرمختللې سپوږمکۍ لري او کولای شي چې د دغو ادعاوو د ثابتولو په تړاو اسناد راټول او په دې توګه د داعش په وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG