د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ناټو د داعش په وړاندې د ناسمې مبارزې په اړه د روسیې ادعا رد کړه


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د روسي چارواکو هغه ادعاوې ردوي چې ویلي یې دي افغان او بهرني ځواکونه د داعش پر وړاندې سمه مبارزه نه‌کوي.

دغه مأموریت وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو په وړاندې مبارزه بریالۍ ده.

په کابل کې د دغه مأموریت ویاند ویلیم سالوېن نن پنجشنبه له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې د روسيې ادعاوې بې‌بنسټه دي.

ویلیم سالوېن
ویلیم سالوېن

نوموړي زیاته کړه:

"دا وخت موږ په دې باور یو چې د داعش پر وړاندې بریالیتوبونه لرو او دوام ورکولای شو، روسیه ادعا کوي چې د داعش پر وړاندې یوازې طالبان جنګېږي، دا حقیقت نه‌دی، روسیه که داسې انګېرې چې دوی د طالبانو ملاتړ وکړي او طالبان پر داعش حملې دا تېروتنه ده، طالبان یوازې د قاچاقو په خاطر له داعش سره جنګ کوي او بس."

د نوموړي په باور په افغانستان کې داعش بل څوک نه بلکې یوازې افغان او نړیوال ځواکونه ځپلی شي چې پر وړاندې یې هره ورځ عملیات کوي.

ښاغلی سالوېن وايي، دوی ویني چې روسیه له طالبانو سره خلاصې خبرې کوي او په افغانستان کې د سولې په تړاو هغوی مسکو ته وربولي، خو دوی روسیې ته وړاندیر کوي چې په سیمه کې د ثبات د ټينګښت لپاره دې یوازې له افغان حکومت نه ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان په شمال کې سیمه‌ییزو چارواکو له طالبانو سره د روسیې له مرستو ویلي، خو روسیې بیا له طالبانو سره اړیکې سولې او د خپلو اتباعو د امنیت په خاطر بللې دي.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کې د داعش پر وړاندې پر روانه مبارزه انتقاد وکړ ویې‌ویل چې د دغې ډلې پر وړاندې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه بې‌تفاوته دي.

د غوڅ ملاتړ د مأموریت د ویاند په باور د داعش پر وړاندې نړیوالې پراخې مبارزې ته اړتیا ده او دوی به له هغو هڅو ملاتړ وکړي چې په دې برخه کې مخامخ له افغان حکومت سره کېږي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ناټو، روسیې او نورو هېوادونو رول مهم ګڼي وايي چې دغه هېوادونه باید د یو بل پر وړاندې د دا شان څرګندونو پر ځای همغږي رامنځته کړي.

باري عارض
باري عارض

نوموړي زیاته کړه:

"په اصل کې باید مناسبات د دولتونو ترمنځ وي نه دا چې د دولتونو پر وړاندې د تورنو سازمانونو سره همکاري وي، د ناټو دا غوښتنه پر ځای او مناسبه ده چې روسیه دې د طالبانو پر ځای له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي او ورسره دې مرسته وکړي."

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي هغه هېوادونه چې فکر کوي طالبان د داعش مخالف دي تېروتنه کوي.

افغان حکومت او د غوڅ ملاتړ مأوریت چارواکو ویلي چې د داعش پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي باید ځکه شک ونه‌شي چې دا ډله له پخوا کمزورې شوې او د جنګیالیو شمېر یې له درېیو زرو څخه شااوخوا زرو ته راښکته شوی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG