د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

افغانستان کې د روسیې هلې ځلې مخ پر زیاتېدو ګڼل کېږي


په افغانستان کې د روسيې مخ پر زیاتېدو هلو ځلو کې له طالبانو سره تماسونه او د افغانستان پر راتلونکي د اغېز لپاره د نویو ډپلوماټيکو هڅو پيل په داسې حال کې دی چې واشنګټن تر اوسه د افغانستان په اړه خپله سټراټيژي نه‎ده مشخصه کړې.

د ډونالډ ټرمپ اداره د مسکو د اصلي اهدافو په اړه مطمئنه نه‎ده او ځان به په داسې وخت کې لېرې وساتي چې روسیه به راتلونکې مياشت هغې غونډې کوربه وي چې په‎کې چين، ایران، پاکستان او يو شمېر نور مرکزي اسيايي هېوادونه ګډون کوي.

افغان حکومت هم دې غونډه کې ګډون کوي خو امريکا دغه کنفرانس ته د ګډون بلنه رد کړه او ويې ويل چې په دې اړه ورسره مخکې تر مخکې مشوره نه‎وه شوې. طالبانو ته هېڅ چا بلنه نه‎ده ورکړې.

اسوشيټېډ پريس خبري اژانس په خپل راپور کې ليکي چې د روسيې په ۱۹۸۰يمه لسيزه کې د افغانستان د اشغال پایلې په ياد دي خو دا د حيرانتيا خبره ده چې د افغانستان د سولې پر مېز کښيني او دا په داسې حال کې ده چې کريملېن پر امریکا د برلاسي موندلو کمپاین پيل کړی دی چې په‎کې د سوريې جګړه شامله ده.

کريملېن پر امریکا د برلاسي موندلو کمپاین پيل کړی
کريملېن پر امریکا د برلاسي موندلو کمپاین پيل کړی

مسکو ان د اسرائيل او فلسطین ترمنځ د خبرو د منځګړيتوب پېشنهاد هم کړی او د منځني ختيځ د سولې پر پروسه یې د واشنګټن تسلط ننګولی دی.

افغانستان کې د روسیې زياتې شوي هلې ځلې د واشنګټن د ګوښه کېدو پايلې بلل کېږي.

پر نړيواله کچه دغه خبره په داسې حال کې حس کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په اړه یوه نوې سټراټیژي جوړوي.

ټرمپ امریکا کې د ولسمشر په توګه د دندې پيلولو وروسته د افغانستان نوم ډېر کم اخيستی دی چې په‎کې د امریکا تر ټولو زيات ځواکونه ځای پرځای دي.

په راند کارپوريشن کې د جنوبي اسيا په برخه کې يو څېړونکی جوناه بلانک وايي:

"روسیه تشه ویني او هڅې کوي ډکه يې کړي، روسيه نړۍ کې هرځای په فرصتونو پسې ګرځي چې وکړای شي خپل نفوذ پراخ کړي او په ازاده توګه خپلې ګټې تر لاسه کړي او د امريکا اتحادونو او مشارکتونو ته زيان ورسوي."

د اسوشيټېډ پريس په وينا، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د افغانستان د سولې احتمالي منځګړی نه ګڼل کېږي خو افغانان له بې اطمیناني سره مخامخ شوي دي.

افغانان غواړي وویني چې ايا واشنګټن به خپل نور سرتيري افغانستان ته ولېږي که نه؟

افغانستان کې د امریکا لوړ پوړي نظامي قوماندان جنرال جان نيکلسن په افغانستان کې د طالبانو د زیاتو شوېو حملو پر مهال د امریکايي سرتېرو د شمېر زياتولو پلوي کوي.

تېر کال سخت دريځو د ولسوالیو د نیولو هڅې زیاتې کړې.

تېره اوونۍ سخت دريځو هلمند ولايت کې سنګين ولسوالۍ ونيوله چې د امریکايي او بریتانوي ځواکونو له خونړۍ جګړې وروسته بېرته افغان حکومت ته وسپارله.

مسکو دا ادعا ردوي چې له طالبانو سره مرسته کوي.

روسيه وايي، له طالبانو سره يې تماسونه د سولې پروسې ته د طالبانو تر هڅولو پوري محدود دي.

دا هغه هڅې دي چې واشنګټن هم کړي خو له څو کلونو راهيسي پاتې راغلی دی.

روسيې پر هغو طالب مشرانو د نړيوالو بنديزونو د کمولو خبره کړې ده چې خپله همکاري ثابته کړي.

ويل کیږي روسيه د افغانستان جګړې ته د لویديځ په پرتله په بېله سترګه ګوري.

روسيه طالبانو ته د ځايي ځواک په سترګه ګوري، نه د نړیوال خطر په سترګه.

روسيه افغانستان کې د داعش د نفوذ پر وړاندي طالبان یو احتمالي شریک ګڼي.

افغانستان او پاکستان ته د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په جنورۍ مياشت کې ترکي رسنيو ته ویلي وو چې افغانستان چيرته او امریکا چيرته؟ ده په افغانستان کې د امریکا نظامي اډې له دې سره تشبيه کړي وې لکه روسي سرتيري چې په مکسيکو کې ځای پر ځای وي.

په داسې حال کې چې روسان افغانستان کې له بې ثباتۍ اندېښمن دي چې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو ته نېږدې دی، دوی ښايي اسیا کې خپل ډپلوماتيک موقف او اړیکې لا پياوړي کړي.

اسوشيټېډ پریس ليکلي چې مسکو نه دی توانېدلی د افغانستان د حکومت اعتماد خپل کړي.

د ولسمشر غني سلاکار همایون قيومي روانه مياشت په واشنګټن کې د وينا پر مهال وويل: هر هېواد چې د ښه او بد تروريست تر منځ توپير کوي، لویه اشتباه کوي.

د ولسمشر غني د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په دې وروستيو کې ازادي راډیو ته وويل، روسيې ته د ده د سفر پر مهال ورته اطمینان ورکړل شو چې روسيه په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي.

اتمر وويل، افغانستان د داسي چلند هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG