د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ارګ: هغه هېوادونه چې فکر کوي طالبان د داعش مخالف دي تېروتنه کوي


ولسمشری ماڼۍ د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې د سیمې هیوادونه باید د افغانستان په څېر د ترورېزم پر وړاندې مسولانه عمل وکړي.

له هغې وروسته چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د داعش ډلې پر وړاندې د احتمالي اقداماتو ګواښ وکړ، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هغه هېوادونه چې فکر کوي طالبان د داعش مخالف دي، تېروتنه کوي.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وویل، د ترورېستي ډلو سره هر ډول اړیکې که د هر هېواد له‎خوا وي په سیمه کې وضعیت خرابوي.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

نوموړی زیاتوي:

"موږ انتظار لرو چې د سیمې هېوادونه د افغان حکومت مسؤلیتونه خپله بېلګه وګرځوي او خپله هم د افغانستان په څېر د ترورېزم پر وړاندې مبارزه وکړي او مسؤلیت منونکي واوسي او موږ داعش ته تر ټولو ډېره ضربه ورکړې ده."

ښاغلی مرتضوي وايي چې افغانستان لا هم د ترورېزم پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او تر ټولو ډېره قرباني ورکوي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د دې لپاره د داعش ډلې پیاوړي کېدل تر څو هلته اډې ولري او منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي د روسیي لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغه ویلي چې که افغان او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه د داعش پر وړاندې بې‌توپیره وي روسیه به د دغې ډلې پر وړاندې په نظامي عملیاتو لاس پورې کړي.

داعش شااوخوا دوه کاله وړاندې د افغانستان له ختیځو ولایتونو فعالیت پیل کړ چې د افغان حکومت د معلوماتو له مخې دا وخت‌یې شمېر له څلور زرو څخه زرو کسانو ته راټیټ شوی او ځپل شوي دي.

خو هغه څه چې روسیه‌یې اندېښمنه کړې په شمال کې د دغې ډلې حضور دی.

د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، روسیه اندېښنه لري چې داعش جنګیالي له دغه ځایه منځني اسیا ته لاړ نه‎شي.

د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستانی
د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستانی

نوموړی وايي:

"روسانو تل له دې امله اندېښنه لرله، د داعش تر واک لاندې سیمو کې د الوتکو د کېناستو په اړه تل شکایتونه شوي چې سیمه‎ییزو چارواکو هم تائید کړې دا هغه اندېښنې دي چې په زیاتېدو دي او روسانو په دې اړه خپلې اندېښنې بیا-بیا افغان حکومت او ناټو ته ویلي دي."

خو له دې ټولو سره د افغانستان د دفاع وزارت د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه به هېڅ کومې ډلې ته اجازه ورنه‎کړي چې د سیمې د هېوادونو امنیت له خطر سره مخ کړي.

د دغه وزارت د ویاند دولت وزیري په وینا په شمال کې د داعش ډلې حضور دومره د اندېښنې وړ نه‎دی، خو هغه ټینګار کوي چې په شمال کې ډېر جنګیالي د سیمې د هېوادونو څخه دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG