د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

روسیې طالبانو سره د دې هېواد د مرستې په اړه د امریکا ادعا رده کړه


روسیې د جمعې په ورځ د امریکايي جنرال هغه څرګندونې رد کړې چې وايي دا هېواد ښايي افغان طالبانو ته وسلې او اکمالات ورکوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ دا له ځانه جوړې شوې خبرې وبللې.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ په اروپا کې د امریکا د پوځ لوړ پوړي جنرال کورتیس سکاپاروټي ویلي و پر افغان طالبانو د روسیې د زیاتیدونکي اغېز شاهد دی او دا امکان لري چې روسیه دې له دې وسله والې ډلې سره د اکمالاتو په برخه کې مرسته کوي.

په اروپا کې د ناټو د پوځي تړون دې امریکايي قوماندان د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په وینا کې دا روښانه نه کړه چې روسیه طالبانو ته څه ډول اکمالات برابروي.

ضمیر کابلوف.
ضمیر کابلوف.

خو د جمعې په ورځ یو روسي خبري اژانس د ضمیر کابلوف په حواله وویل«دا له ځانه جوړ شوي تورونه دي چې موږ تل رد کړي او هدف یې دا دی امریکا په دې سره هڅه کوي په افغانستان کې خپله نظامي او سیاسي ناکامي توجیه کړي.»

د افغانستان دفاع وزارت مخکې ویلي وو د طالبانو سره د روسیې له خوا د وسلو او مهماتو د مرستې په اړه څېړنې کوي.

که څه هم ددې څېړنو نتایج لا څرګند نه دي خو د افغانستان د ولسي جرګي غړي وايي، دوی په دې کې چې روسیه طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي نور هېڅ شک نه لري.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو سره د روسیې نوې ماډل وسلې او مهات لیدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو کال د مخه موږ په دې اړه خپله اندېښنه له افغان حکومت او نړیوالو سره شریکه کړې، کله چې موږ روسیې ته سفر درلود هلته له دې مسئلې خبر شو، اوس د افغانستان ملي امنیت شواهد لري چې له طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره روسي وسلې شته، په دې خبره کې کوم شک نه دی پاتې."

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي همدارنګه ادعا وکړه چې روسیې په هماغو نومرو چې افغان امنیتي ځواکونو ته یوه اندازه وسلې ورکړي وسله والو طالبانو ته هم وسلې ورکړي.

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

په افغانستان کې د مخالفو وسله والو سره د روسیې د وسلو مسئله په داسې حال کې راپورته کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار اوونۍ مخکې روسیې ته په سفر کې له روسیې چارواکو سره د امنیت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

اتمر: د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د روسیې همکاري مهمه ده

ښاغلی احمدزی وايي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د مخالفو وسله والو سره د روسیې د وسلو د موجودیت څخه خبر وو او دا هیله من دی چې دا مسئله به یې له روسي چارواکو سره یاده کړي وي.

افغان چارواکو یوه اوونۍ مخکې وویل مسکو ته د ملي امنیت د سلاکار له سفر وروسته د روسیې او طالبانو د اړیکو په باب اندیښنې لرې شوي او په دې برخه کې وضاحت رامنځ ته شوی دی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند د دې سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل چې روسي چارواکو د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي له طالبانو یې غوښتي څو له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG