د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو ترمنځ د روسیې نفوذ زیات شوی


په اروپا کې د ناټو یو قوماندان جنرال«کورتیس سکاپاروتي»
په اروپا کې د ناټو یو قوماندان جنرال«کورتیس سکاپاروتي»

په اروپا کې د ناټو یو قوماندان وایي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د روسیې د نفوذ د ډېرېدو شاهد دی.

قوماندان «کورتیس سکاپاروتي» د امریکا د سنا مجلس ته ویلي چې ښایي دغه ډله د روسیې لخوا اکمال شوې هم وي.

دغه امریکایي جنرال د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته د افغانستان د جګړې د ګټلو پر اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل چې په تېرو شپاړسو کلونو کې په هغه هېواد کې څه باندي ۱۸۰۰ امریکایي سرتېري وژل شوي دي، نو د ده په خبره ناټو او امریکا باید په دې جګړه کې بریالي شي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان د طالبانو او مسکو د اړیکو په اړه انتقادونه کړي وو.

سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي

افغان چارواکو ویلي وو چې طالبان د تاجکستان د پولو له لارې د روسیې لخوا اکمال کېږي.

په ولسې جرګې کې د کندز د خلکو استازي عبدالودود پیمان د سیمه ییزو خلکو له قوله ازادي راډیو ته ویلي وو چې وسله وال مخالفین د تاجکستان له سرحد څخه په کښتیو کې وسلې د امو رود له لارې د افغانستان پولې ته انتقالوي او بیا یې د کندز دشت ارچي او درقد ولسوالیو ته وړي.

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي

د کندز پخواني والي محمد عمر صافي هم مخکي ویلي وو چې روسیه د تاجکستان د سرحد له لارې طالبان تجهیزوي.

صافی: روسیه کندز کې ټول خوځښتونه پر څارګرو کمرو څاري

مسکو بیا که څه هم له طالبانو سره خپلې اړیکي تائیدوي، خو د هغوی د تجهیز او اکمال تورونه ردوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په یوې اعلامیې کې ویلي چې له طالبانو سره د دوی د اړیکو هدف په افغانستان کې د هغه هېواد د وګړو د امنیت ټینګښت او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو هڅول دي، خو په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار او د سیاسي چارو کارپوه شفیق همدم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې روسیه له طالبانو سره پراخې او منتوع اړیکي لري.

شفیق همدم.
شفیق همدم.

نوموړي زیاته کړه:

"په تاسف سره باید ووایم چې د روسیې ستراتیژي په تېرو دوو کلونو کې په تېره بیا د افغانستان په وړاندي تغیر کړی او هغه دا چې روسیه مستقیماً د وسله والو طالبانو سیاسي، مالي او استخباراتي ملاتړ کوي، موږ ګورو چې په لویه کچه روسیه حتی په ځینو مواردو کې په ډاګه ویلي چې له طالبانو څخه د خپل سیاسي ملاتړ به په دوامداره توګه ساتي."

افغان حکومت هم تېره اوونۍ ویلي وو چې روسیې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په وروستي سفر کې له طالبانو سره د مسکو د اړیکو په برخه کې د کابل اندېښنه له منځه تللې او وضاحت رامنځته شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته ویلي چې روسي چارواکو ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی چې دوی غواړي طالبان له تروریستي کړنو لاس واخلي او هغوی د حکومت سره د سولي مذاکراتو ته وهڅوي.

ټاکل شوې مسکو د راتلونکې میاشتي په نیمایي کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، چین، پاکستان او د منځني هېوادونو په ګډون دولس هېوادونه برخه اخلي.

روسي چارواکي وایي، په دې غونډه کې امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده چې امریکا په دې غونډه کې ګډون کوي که څنګه.

طالبانو رویترز خبري اژانس ته ویلي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسي له روسیې سره د پام وړ اړیکې لري او دا اړیکې په سیاسي او معنوي ملاتړ پوري محدودېږي.

XS
SM
MD
LG