د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

فوربز: روسیه افغان سولې خبرو کې د امریکا مخالفت کوي


د فوربز امریکايي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی «روسیه نه پرېږدي چې امریکا د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون وکړي او له ترهګرو طالبانو ملاتړ کوي.»

د خپرونې اشاره هغه کنفرانس ته ده چې د چهارشنبې په ورځ د مسکو په کوربه توب او د سیمې د څو هېوادونو په ګډون جوړ شو.

د فوربز خپرونې د دې لیکنې لیکوال په دې باور دی چې د مسکو په دې کنفرانس کې روسیه، چین، ایران او پاکستان یو لوری و او افغانستان او هندوستان بل لوری.

د لیکنې په دوام کې ویل شوي، پاکستان، ایران او روسیه د طالبانو ملاتړ کوي او چین هم په دې وروستیو کې له دې ډلې سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي او په دې وروستیو کې چینايي پوځي موټر په افغانستان کې لیدل شوي.

فوربز خپرونه طالبان هغه ډله بولي چې په ترهګرو بریدونو کې ولسي خلک هدف ګرځوي.

د لیکنې لیکوال په دې باور دی چې د مسکو کنفرانس ته د ناټو د غړیو هېوادونه نه وربلل یو سپکاوی دی، ځکه دې هېوادونو تر بل هر چا زیات په افغانستان کې د سولې، قانون د حاکمیت او ډموکراسۍ لپاره هڅي کړي.

د فوربز د دې لیکنې په پای کې له دې امله د تاسف څرګندونه شوې چې روسیه، چین، ایران او پاکستان د دې پر ځای چې د افغانستان د منتخب حکومت ملاتړ وکړي پر ځای یې غوره ګڼي چې د وسله والو طالبانو ننګه وکړي.

بزنس سټنډرډ:

خو هندي خپرونې بزنس سټنډرډ بیا په جوزجان ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د کارکونکو د تښتونې مسئله راخیستي او په لیکنه کې له تښتونکو غوښتل شوي چې له قید و شرط پرته د سره صلیب کارکونکي خوشې کړي.

په لیکنه کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اعلامیې هغه برخه راخیستل شوې چې په کې ددې کمېټې د افغانستان د برخې مسؤلې مونیکا زاناریلي له خولي ویل شوي «موږ له تښتوونکو غواړو چې د بشردوستۍ حس ولري او سمدستي په خوندي توګه له قید او شرط پرته زموږ همکاران خوشې کړي.»

د سره صلیب کمېټې نه دي ویلي چې د دې دوو کارکونکو د تښتونې تر شا یې څوک لاس لري، خو د جوزجان امنیه قوماندان د داعش وسله واله ډله ددې تښتونې مسؤله بللې ده.

خپرونه وړاندې وايي، د سره صلیب پر کارکوونکو په داسې حال کې برید کېږي چې افغانستان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

بزنس سټنډرډ خپرونه په افغانستان کې د واورو د ښویېدو په پېښو کې د لږ تر لږه سل کسانو مړینې ته اشاره کوي او وايي په دې هېواد کې لسګونه زره نور د جګړو له کبله بې کوره شوي او مرستو ته اړ دي.

XS
SM
MD
LG