د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

ایا د مسکو غونډه د افغان سولې ټينګښت سره مرسته کولای شي؟


تمه ده د مسکو په کوربه توب یوه غونډه وشي څو د افغانستان وضعیت پکې وڅېړي.

خو دا ځل په دې غونډه کې د پام وړ خبره دا ده چې له طالبانو پر ملاتړ ځینې تورن هېوادونه لکه پاکستان، ایران او روسیه په خپله د غونډې غړي دي.

روسیې د افغانستان په اړه د ځینو سیمه ییزو هېوادونو په ملګرتیا پخوا غونډې کړې وې او د افغانستان استازی یې نه و ورغوښتي.

نن سې شنبه مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

د نورو غونډو په دوام د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر په ۲۷ مه د چین، پاکستان او روسیې تر غونډې وروسته چې د افغانستان په اړه یې بحث درلود افغان چارواکو تُند غبرګون وښود.

ولسي جرګه: د مسکو غونډه د افغانستان چارو کې ښکاره لاسوهنه ده

دا دی تمه ښودل شوې چې په همدې ډول به یوه بله غونډه وشي او افغانستان ته پکې دا ځل د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

را روانه غونډه مسکو ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تر سفر وروسته پلان شوه او تمه ده دا ځل د افغانستان، پاکستان، چین، هندوستان او روسیې استازي سره کېني.

دا غونډ مسکو ته د رباني تر سفر وروسته پلان شوه.
دا غونډ مسکو ته د رباني تر سفر وروسته پلان شوه.

صلاح الدین رباني په مسکو کې خبریالانو ته وویل کوم هېوادونه چې له ترورېزم ملاتړ کوي دا ښکارنده په خپله هم ورته ګواښ پېښوي.

له دې مخکې افغان چارواکو اسلام اباد تورن کړی و چې په افغانستان کې له فعالو ورانکارو ډلو ملاتړ کوي او اخوا تهران او مسکو هم له طالبانو سره نېږدې شوي دي.

دا ځل چې د طالبانو په ملاتړ ځینې تورن هېوادونه هم د افغانستان په اړه په مسکو کې بحث کوي څومره دا غونډه ښه تمامېدلای شي او افغان چارواکي یې په اړه څومره خوشیبنه دي؟

دا پوښتنه په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډيو ته داسې ځوابوي:

حضرت عمر زاخېلوال.
حضرت عمر زاخېلوال.

"موږ باید د مسکو غونډې په اړه محتاطانه خوشیبنه و اوسو ځکه دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په اړه داسې یوه غونډه جوړېږي، له دې مخکې څلور اړخیزې غونډې او د ترکیې، بریتانیې، امریکا او عربي هېوادونو په کوربه توب هم د افغانستان په اړه غونډې شوي، د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده زموږ ګاونډيان چې په دې جګړه کې ښکېل دي بې له شکه په هواري کې یې هم رول لوبولی شي."

په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره افغان چارواکو په وار وار له پاکستانه غوښتي چې یا په خپله خاوره کې افغان طالب مشرانو ته پناه ورنه کړي یا د تروریستانو پر ضد پراخه او رښتیني مبارزه وکړي.

عبدالله: چین باید پر پاکستان فشار راوړي چې د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي

پاکستاني چارواکو له هغې ډلې د دغه هېواد د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنيو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز تېر کال په مارچ میاشت کې ومنله چي افغان طالب مشران او کورنۍ یې په پاکستان کې ارامه ژوند کوي او په همدې خاطر پاکستان په دغو خلکو نفوذ لري.

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېلوال وايي، پاکستان ته په کار ده چې پر طالب مشرانو له خپل نفوذه د افغان سولې په ګټه کار واخلي.

د ملي وحدت حکومت د کار له پیله تر دې دمه له پاکستان غوښتي چې طالبان دې د خبرو مېز ته نه راباسي بلکې یوازې دې خپل ملاتړ ترې بند کړي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان له افغان مخالفینو پر ملاتړ هڅه کوي نړیوالو ته وښيي چې د افغان سولې په برخه کې ښه رول لري او له دې لارې امتیازات تر لاسه کړي.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر افراسیاب خټک وايي، نړیوال د افغانستان مسایل ښه څاري خو د دغه هېواد د سولې خبره یوازې د افغانانو په لاس شونې ده.

افراسیاب خټک.
افراسیاب خټک.

افراسیاب خټک زیاتوي:

"په افغانستان هر څه تحمیل شوي دي یا د نړیوالو قدرتونو له خوا یا هم د سیمه ییزو لوبغاړو له خوا، له همدې امله د افغانستان مسایل نتیجه نه ورکوي، تر څو چې بین الافغاني هڅې ونه شي نتیجه نه ورکوي باید افغانان پرېښودل شي چې په خپله پرېکړه وکړي."

د افغان سولې په باب د شپږو څلور اړخیزو غونډو تر ترسره کېدو وروسته چې نتیجه یې د پام وړ نه بلل کېږي دا ځل د افغانستان له تر ټولو ستر متحد امریکا متحده ایالتونو پرته د افغان سولې په باب ځینې سیمه ییز قدرتونه خبرې کوي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمرزاخېلوال وايي، که امریکا د مسکو په غونډه کې حاضره وي یا نه، خو که چېرې مثبتې وي هرومرو یې امریکا ملاتړ کوي.

حضرت عمرزاخېلوال زیاتوي:

"نتیجه د غونډې تر جوړښت ډېره مهمه ده، امریکا که حاضره وي یا نه موضوع یې د افغانستان، امنیت او سیمې په اړه ده، که چېرته ورته غونډې د افغانستان د سولې او ثبات په راوستلو کې مثبت تمامې شي امریکا یې حتماً ملاتړ کوي."

امریکا په داسې حال کې د مسکو په را روانه غونډه کې برخه نه لري چې د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو وروسته لا هم د شپاړسو کلونو په تېرېدو په افغانستان کې شااوخوا اته نیم زره سرتېري لري.

پر پاکستان سربېره ایران هم له بېلابېلو مخالفو ډلو د افغانستان په لوېدیځ کې په ملاتړ تورن دی نو ایا د دغه هېواد حضور به څومره مهمه وي؟

یو شمېر وکیلان: ایران د جنوب لوېدیځو ولایتونو نا امنیو کې لاس لري

سناتوران: د طالبانو په منځ کې د ایران د ملاتړو شتون باید جدي وڅېړل شي

دا پوښتنه د ایران د چارو فنلندی مېشتی کارپوه حسین علي زاده داسې ځوابوي:

علي زاده زیاتوي:

" افغانستان د یوه ډېر مهم هېواد په توګه که د هر ډول بدلون شاهد وي د ایران لپاره د اهمیت وړ ده، ایران نه یوازې له افغان حکومت سره اړیکې لري بلکې ویل کېږي په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره هم اړیکې نیولي نو په همدې سبب د مسکو په غونډه کې د ایران حضور ډېر مهم دی."

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د سنا جرګې په استماعیه غونډه کې د فبروري په نهمه د پاکستان تر څنګ د ایران او روسیې نومونه هم یاد کړل چې د ده په خبره طالبانو ته مشروعیت بخښي او د یوه با ثباته هېواد په رامنځته کولو کې د افغان دولت هڅې له خنډ سره مخ کوي.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

نېکلسن: حقاني شبکه او طالبان د پاکستان کوټه ښار کې پناهځایونه لري

چین هم د مسکو د غونډې یو اصلي غړی دی ځکه د رپوټونو له مخې دغه هېواد د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

د مسکو په غونډه کې بله د پام وړ موضوع دا ده چې دوه سرسخته سیالان هند او پاکستان ګډون کوي هغه هېوادونه چې یو بل د مخالفتونو په راپارولو او په افغانستان کې په دښمنۍ پاللو تورنوي.

د اسیا زړه هېوادونو په شپږمه غونډه کې چې تېر ډسمبر د هند په امرتسر کې وشوه د هند صدراعظم او افغان ولسمشر پاکستان له هغو تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړ چې ټوله جنوبي اسیا یې ناکراره کړې ده.

غني: پاکستان افغانستان کې یوه نااعلان شوې جګړه مخ ته وړي

ډېلي ټایمز: افغان ولسمشر د پاکستان له مرستو ډډه وکړه

د مسکو په غونډه کې د هند او پاکستان مخامخ کېدل به څومره د افغانستان په ګټه وي یا به د نوي ډیلي او اسلام اباد تر منځ تازه کړکېچونه رامنځته کړي؟

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند په مسکو غونډه کې د هند او پاکستان یوځای کېدل ښه بولي او وايي، د افغان سولې په هڅو کې د هند رول باید له پامه ونه غورځول شي.

رستم شاه مهمند.
رستم شاه مهمند.

رستم شاه مهمند زیاتوي:

" فکر کوم چي د یوه ګډ دریځ تر لاسه کول به له دې غونډې ډېر ممکن نه وي ځکه هند او پاکستان مختلف نظرونه لري، خو دا ښه کار دی چې په دې غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کېږي او هند چې د افغانستان د بیا رغونې تر ټولو ستر پنځم مرسته کوونکی هند دی برخه اخلي، هند باید د افغانستان په اړه په غونډو کې لوی رول ولري."

د مسکو شپږ اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش ادارې سیګار ویلي که څه هم په افغانستان کې د مخالفینو پر ضد ژمني عملیات روان دي خو افغان پوځیانو په څلورو میاشتو کې د افغانستان د پنځلس سلنې خاورې کنټرول له لاسه ورکړی دی.

سیګار: افغان حکومت فساد ضد مبارزه کې پرمختګ، خو په نیم هېواد کنټرول بایللی

د سیګار ادارې د دغه تازه راپور په اساس اوس وخت د افغانستان د نهو ولسوالیو کنټرول د طالبانو په لاس کې دی په داسې حال کې چې دا ډله په ۳۲ ولسوالیو نفوذ لري او په ۱۳۳ نورو کې هم افغان پوځیان له دې ډلې سره جګړه کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG