د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

نېکلسن: حقاني شبکه او طالبان د پاکستان کوټه ښار کې پناهځایونه لري


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت او په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي، د حقاني شبکه او طالبان د پاکستان په کوټه ښار کې خوندي پناهځایونه لري.

جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته حاضر او د افغانستان د وضعیت په اړه یې معلومات ورکړه.

جنرال نېکلسن د هغه څه په اړه چې ده ګډ دښمن وباله د پاکستان پر جدي همکارۍ ټینګار وکړ.

دغه امریکایي جنرال زیاته کړه، افغانستان سولې ته اړتیا لري او د دغه هېواد ګاونډیان هم باید پوه شي چې د هغوی امنیت د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی.

د نېلکسن په خبره د امریکا او پاکستان پېچلې اړیکې یوې هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې ماتې ته متمرکز پاتې شي.

دی وایي اصلي هدف یې دا دی چې پرېنږدي د افغانستان خاوره پر امریکا د برید لپاره وکارول شي.

د دغه لوړپوړي امریکایي قوماندان په وینا کله چې وسله وال له افغانستانه بهر پناهځایونه ولري، د هغوی په وړاندي د جګړې ګټل به آسانه کار نه وي.

جنرال جان نېکلسن د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال د افغان ځواکونو تلفاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له دې کبله ډېر اندېښمن دی.

نېکلسن د خبرو په یوې برخه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ځواکونه په ۲۰۱۶ کال کې په زړورتیا سره وجنګېدل.

XS
SM
MD
LG