د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

ډېلي ټایمز: افغان ولسمشر د پاکستان له مرستو ډډه وکړه


افغان ولسمشر د پاکستان له مرستو ډډه وکړه او دا هېواد یې له پولې بهر د ترورېزم په ملاتړ تورن کړ، دا د پاکستانۍ ډېلي ټایمز ورځپاڼې د مقالې سرلیک دی.

ډېلي ټایمز لیکي، افغان ولسمشر اشرف غني په بشپړه توګه د پاکستان همکاري له پامه وغورځوله او نن‌یې د اسیا زړه په کنفرانس کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي د خبرو لحن غوره کړی و.

غني امرتسر ښار کې د اسيا زړه شپږم کنفرانس ته په وینا کې له دې ډډه وکړه چې د پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته چې د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره‌یې له دې هېواد سره ژمنه کړې وه، ومني او ویې‌ویل چې دوی د پاکستان مرسته نه‌غواړي بلکې موږ ته په کار ده چې له پولو بهر د ترورېزم ریښې او مالي سرچینې وپېژنو او په وړاندې یې مبارزه وکړو.

هغه زیاته کړه، پاکستان له افغانستان سره د پراختیایي چارو په برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې خو موږ دغې مرستې ته اړتیا نه‎لرو.

دغه مرستې تاسو په خپل هېواد کې د ترورېزم په له‌منځه وړلو ولګوئ.

د ډېلي ټایمز ورځپاڼې په وینا اشرف غني وویل، افغانستان چې له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی، دې ته سخته اړتیا لري چې په یوه دوامداره سوله او ثبات‌یې تمرکز وشي.

هندو ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې چې هند او افغانستان د ترورېزم په خاطر پر پاکستان انتقاد وکړ، لیکي:

د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني دواړو د ترورېزم یادونه وکړه او پاکستان‌یې تورن کړ چې په خپله خاوره کې یې هغو ترورېستي ډلو ته ځای ورکړی چې د جنوبي اسیا سیمه‌یې بې‌ثباته کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا مودي وویل، ترورېزم او د بې‌ثباتۍ لپاره بهرنۍ هڅو د افغانستان سولې، ثبات او سوکالي له جدي خطر سره مخامخ کړې ده.

د هغه په وینا د ترورېستي شخړو پراختیا ټوله سیمه له خطر سره مخامخ کړې ده.

په افغانستان کې د سولې لپاره یوازې د غږ اوچتول کافي نه‎دي بلکې باید هغه له کلک اقدام سره مل وي.

هندو ورځپاڼه ليکي، افغان ولسمشر بیا وویل، تر هغو چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي که له جګړه ځپلي هېواد سره‌یې هر څومره مالي مرسته وشي، ګټه نه‎لري.

پاک ټریبیون ورځپاڼې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته کتنه کړې او لیکي، هند او افغانستان په خپلو کې د کارګو هوایي خدمات پیلوي.

ورځپاڼه لیکي، هند او افغانستان له دې لارې په خپلو کې سوداګري ځکه پراخوي چې د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې له پاکستان سره کړکېچنې دي.

ورځپاڼه د چارواکو په حواله لیکي چې ویلي دي، د هوا له لارې د کارګو د انتقالولو خدمات به له افغانستان سره چې په وچه کې ایسار دی مرسته وکړي چې خپل محصولات په تېره بیا وچې او تازه مېوې او غالۍ د هند بازارونو ته ولېږدوي.

ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي ګوپال باګلي چې د افغانستان، پاکستان او ایران د چارو مسؤل دی، خبره راخیستې چې ويلي يې دي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا لپاره په مختلفو وړاندیزونو خبرې شوې دي.

پر دې هم خبرې شوي چې د کابل او نوې ډېلي تر منځ د کارګو د خدماتو تر څنګ د کندهار له هوایي ډګره هم وچې او تازه مېوې مستقیماً نوې ډېلي ته انتقال شي.

د ایران اېرنا خبري اژانس بیا په دې کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف خبرې را اخېستې چې ویلي یې دي ایران په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي.

جواد ظریف ویلي، هېواد یې په بشپړه توګه د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د سولې برخه کې د دې حکومت د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

جواد ظریف ویلي، هېواد یې په بشپړه توګه د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د سولې برخه کې د دې حکومت د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.
جواد ظریف ویلي، هېواد یې په بشپړه توګه د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او د سولې برخه کې د دې حکومت د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

جواد ظریف ویلي، موږ له حزب‎اسلامي سره د حکومت د وروستۍ لاسته راوړنې هرکلی کوو او هیله‌من یو چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې د سیمې ټول هېوادونه ګټه پورته کړي او هغه د دوامداره او هر اړخیزې سولې سبب شي.

XS
SM
MD
LG