د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

یو شمېر وکیلان: ایران د جنوب لوېدیځو ولایتونو نا امنیو کې لاس لري


د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یو شمېر استازي ادعا کوي چې ایران د افغانستان د جنوب لوېدیځو ولایتونو په نا امنیو کې لاس لري او د وسله‌والو طالبانو ملاتړ کوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یو شمېر استازي د افغانستان په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د نا امنیو د پراختیا مسؤل ایران ګڼي وايي چې په پوځي او سیاسي چارو کې د دغه هېواد لاسوهنې د یادو ولایتونو سوله او ثبات له ګواښ سره مخ کړي دي.

د یادو استازو له ډلې عبدالحی اخندزاده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له وسله‌والو طالبانو سره د ایران له‌خوا مالي مرسته کېږي او دغه ډله په هلمند کې په ایراني وسلو جګړه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

​"هغه ولایتونه چې ایران سره پوله لري، لکه فراه، هلمند او نیمروز په دغو ولایتونو کې د ایران لاسوهنې ډېرې دي، په هره پوځي او سیاسي مسئله کې لاسوهنه کوي، موږ ښه معلومات لرو چې په هره برخه کې له طالبانو سره مرسته کوي او طالبان چې کومه وسله کاروي هغه هم ایرانۍ ده."

ښاغلي اخندزاده وویل، ایران په تېره کې هم د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي، خو په خبره‌یې چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد لاسوهنه ډېره شوې ده.

د فراه د ولایتي شورا منشي دادالله قانع هم وايي چې وسله‌والو طالبانو د ایران په ملاتړ په دغه هېواد کې خپل ګواښونه پراخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

​"له کله نه چې د بخش‌اباد بند د ډیزاین خبره شوې، د مخالفینو له‌خوا زموږ پر ولایت فشار زیات شوی دی او ویل کېږي چې ایران د دوی ملاتړ کوي، دا حقیقیت دی او له دې نه سترګې نه‌شي پټې دای.​"

ننګ: ایران پر بخش‌اباد بند د کار له پیل وروسته، ښکاره دښمني اعلان کړې

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د استازو په خبره، که چېرې له وسله‌والو مخالفینو سره د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران له‌خوا مرسته ونه‌شي، د یوې ورځې لپاره هم له افغان ځواکونو سره د جګړې توان نه‌لري.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د افغانستان په چارو کې د ایران د لاسوهنې خبره کېږي، بلکې تر دې مخکې هم یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو او د ملي شورا غړو ایران او پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې ښکېل بللی و.

سناتوران: د طالبانو په منځ کې د ایران د ملاتړو شتون باید جدي وڅېړل شي

سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي​

د افغانستان په لوېدیځ کې سیمه‌ییزو چارواکو ان دا هم ویلي چې په فراه کې د وژل شویو طالبانو جسدونه ایران ته لېږدول شوي دي.

د فراه والي اصف ننګ ویلي، د طالبانو مشران د ایران په مشهد، کرمان او یزد کې استوګن دي او د ورانکارو اعمالو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راځي.

د فراه والي: د یو شمېر طالب قوماندانو کورونه ایران کې دي

خو د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې چې وايي، په دې برخه کې تر اوسه شواهد نه‌لري ټینګار کوي چې د افغانستان د دښمنانو په وړاندې به له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه‌کړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش زیاته کړه:

​"موږ د هر هغه چا په وړاندې چې زموږ د دولت په وړاندې خپله وسله کاروي ورته اقدام کوو، که ایران وي، پاکستان وي که روسیه وي، څوک چې د افغانستان دښمنان وي په وړاندې یې له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه استفاده کوو.​"

فعالان: روسیه او متحدین یې افغانستان بیا د جګړو په ډګر بدلوي​

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر مدني ټولنو، د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران، پاکستان او روسیې لاسوهنې غندلي او ویلي یې دي چې دغه هېوادونه غواړي افغانستان د جګړې په ډکر بدل کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG