د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي


په افغان حکومت کې يوې مسؤلې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډیو ته ویلي، افغان حکومت داسې راپورونه په لاس کې لري چې ښيي روسیه او ایران د بېلابېلو وسله‎والو ډلو لکه داعش په وړاندې غواړي افغان طالبان تجهیز کړي.

د سرچینې په وینا د راپورونو له مخې تر دې مهاله د روسیې او طالب مشرانو تر منځ څو لیدنې هم شوې دي.

سرچینې ویلي چې د افغانستان حکومت له دې پلوه اندېښنه لري او مخالفینو سره د روسیې او ایران له دې ډول اړیکو تر ټولو لومړی افغانستان اغېزمن کېږي.

یادې سرچینې دغه شان ویلي، د افغانستان دولت داعش او طالبان د ترورېستي ډلو په توګه پېژني او د سیمې هېوادونو ته هم باید د ښه او بد ترورزېم خبره مطرح نه‌وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې طالب مشران روسیې ته تللي او له روسي چارواکو سره‌یې لېدنې کتنې کړې دي.

د سعیدي په باور د دغو لیدنو هدف له داعش سره مبارزه ده.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"يوه ناسته له دې وړاندې په مسکو کې ترسره شوې چې پرون پای ته ورسېده، له قطره يوه پلاوي په دغې ناسته کې ګډون کړی و، د دغې ناستې هدف له داعش سره مقابله ده، مسکو غواړي د يوه مقاومتي ډلې ملاتړ وکړي څو له داعش سره جګړه وکړي او په دې ډول غواړي هغه ډلې چې له داعش سره ضد لري او ورسره په مقابله کې دي ملاتړ يې وکړي."

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي

په دې اړه تر اوسه د روسیې او ایران سفارتونو کوم تازه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ایران د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې کله نا کله د طالبانو په ملاتړ تورنېږي.

خو د ایران سفیر له دې وړاندې ویلي و چې هېواد يې د اطلاع رسونې او کنټرول په هدف له طالبانو سره اړیکې لري.

د روسیې سفیر د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته ویلي دي چې د روسي وګړو د خوندیتوب په هدف مسکو له طالبانو سره اړیکې لري.

د روسیې سفیر همدارنګه ویلي چې هېواد به‌یې له طالبانو ملاتړ ونه‌کړي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له دې وړاندې ایران او روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورن کړي وو او ویلي و چې ایران او روسیه غواړي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان په دې اند دي چې طالبان هڅه کوي چې د روسیې هېواد پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.

افغان کارپوه عتیق الله امرخېل
افغان کارپوه عتیق الله امرخېل

عتیق‌الله امرخېل یو تن له دغو کارپوهانو ازادي راډیو ته وویل:

"هم امریکا له طالبانو سره دښمني کوي او هم روسیه، نو ځکه زه فکر کوم چې طالبانو دا غنیمت ګڼلې چې روسیې ته ځان نېږدې کړي او د روسیې له مالي سرچینو او وسلو څخه استفاده وکړي."

ښاغلي امرخېل وايي، وروسته تر دې چې په دې اړه راپورونه خپاره شول چې سعودي عربستان غواړي له طالبانو سره خپلې مرستې راکمې کړي، د دې امکان شته چې طالبان روسیې ته مراجعه وکړي.

د ښاغلي امرخېل په وینا، پاکستان هم په دې وروستیو کې له روسیې سره نېږدې شوی دی او دا دلیل هم کېدای شي چې روسیې سره د طالبانو د نېږدې والي دلیل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG