د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

کارپوهان: افغانستان دې د ځینو ګاونډیو له مداخلې "م.م" ته شکایت وکړي


د افغانستان په اړه په مسکو کې له درې اړخیزې ناستې وروسته د نړیوالو اړیکویو شمېر افغان کارپوهان له حکومت نه غواړي چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه شکایت د ملګرو ملتونو سازمان ته وسپاري.

دغه څېړونکي وايي، د افغانستان په اړه د مسکو درې اړخیزه غونډه د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه او له ډیپلوماتیک عرف څخه سرغړونه ده.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې باید د دغې مداخلې په اړه ښکاره او روښانه دریځ غوره کړي.

خادم: افغانستان دې په دې اړه م.م ته شکایت وکړي.
خادم: افغانستان دې په دې اړه م.م ته شکایت وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان باید لږ تر لږه ملګرو ملتونو ته یو شکایت لیک ولېږي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان او روسیې د لاسوهنې او د دوی د راتلونکو اقداماتو په اړه ورته شکایت وکړي، څو د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکي کې په دې اړه خاص پام ولري او د افغانستان په چارو کې نورو هېوادونو ته د لاسوهنې اجازه ورنه‌کړي."

نن په مسکو کې د افغانستان په اړه د چین، روسیې او پاکستان درې اړخیزه غونډه جوړېږي، خو افغان حکومت دغې ناستې ته نه‌و وربلل شوی.

مسکو، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه غونډه کوي

د ځینو نا تائید شویو راپورونو له مخې ممکن د وسله‌والو طالبانو استازو هم په دې غونډه کې خبرې کړې وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ډول غونډه مبهمه بللې ده او په اړه‌یې اندېښنه څرګنده کړې.

مستغني: د افغانستان د وضعیت په اړه به د مسکو غونډه بې‌ګټې وي

له دې وړاندې د افغانستان ملي شورا په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې وه.

ملي شورا له افغان حکومت نه غوښتي و چې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

مشرانو جرګه: مسکو کې جوړېدونکې غونډه مشروعیت نه‌لري

روسیه چې د دې غونډې کوربه‌توب کوي په دې وروستیو کې یې له وسله‌والو طالبانو سره له اړیکو پرده پورته کړې ده.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتېتڅکي وړاندې ویلي و له وسله‌والو طالبانو سره د روسیې اړیکې یوازې د روسانو د ژوند د خوندیتوب او د افغانستان د ملي روغې جوړې لپاره ترسره شوې دي.

بل‌خوا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له روسیې او ایران سره د افغان طالبانو د نېږدې والي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بې‌غورۍ تورنوي او ټینګار کوي چې د دغو درې واړه هېوادونو سفیران باید احضار شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافی وايي، هره فیصله چې د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې کېږي د افغانستان او د روسیې اړیکو ته زیان رسوي.

صافی: دوی حق نه لري چې د افغانستان په اړه فیصله وکړي.
صافی: دوی حق نه لري چې د افغانستان په اړه فیصله وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی حق نه‌لري چې د افغانستان له موجودیت پرته د افغانستان په اړه فیصله وکړي، که د افغانستان او یا د افغان طالبانو په اړه‌یې کومه پرېکړه وکړه، روښانه ده چې له درې واړو هېوادونو سره به د افغانستان اړیکې خرابې کړي چې ناوړه عواقب به ولري."

د هغه په خبره که په رښتیا هم وسله‌وال طالبان یادې غونډې ته وربلل شوي وي، دا موضوع د طالبانو د تجهیز او له افغانستان سره د درې واړو هېوادونو د جګړې داعلان په معنی ده.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG