د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

مشرانو جرګه: مسکو کې جوړېدونکې غونډه مشروعیت نه‌لري


د افغانستان مشرانو جرګې په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه د دې هېواد په چارو کې مداخله وبلله.

د افغانستان د سولې او امنیت په اړه په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان جوړېدونکې درې اړخیزې غونډې د افغان چارواکو په تېره د مشرانو جرګې سخت غبرګون راپارولی دی.

د دې جرګې یو شمېر غړو او اداري پلاوي د یکشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې هېڅ‌څوک او هېڅ هېواد دا حق نه‌لري چې پر خپل سر د افغانستان د استازي له حضور پرته د دې هېواد په اړه غونډې جوړې کړي.

د دې جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي چې د مشرانو جرګې د عمومي غونډې مشري یې هم کوله وویل چې دا ډول غونډې مشروعیت نه‌لري او د ډیپلوماتیکو دودونو خلاف دي.

کلیمزی: دا ډول غونډې د ډیپلوماټیکو دودونو خلاف دي.
کلیمزی: دا ډول غونډې د ډیپلوماټیکو دودونو خلاف دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا غونډه د ټولو ډیپلوماتیکو او نړیوالو موازینو خلاف ده، د افغانستان ګاونډي هېوادونه له دې هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري او د همدغو اړیکو په درناوي باید دا هېوادونه د افغانستان په اړه او له وسله‌والو مخالفینو سره غونډې ونه‌لري، د سولې او روغې جوړې هر ډول خبرې او غونډې باید د افغانستان د دولت په رهبرۍ، څارنه او د دې هېواد تر مدیریت لاندې ترسره شي."

کلیمزي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت او د دې هېواد د امنیت له شورا څخه وغوښتل چې له ټولو ممکنو لارو څخه د مسکو د درې اړخیزې غونډې په اړه له دې هېوادونو نه وضاحت وغواړي.

د افغانستان مشرانو جرګه په داسې حال کې دا غبرګون ښیي چې ټاکل شوې روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه د راتلونکې سې شنبې په ورځ درې اړخیزه غونډه جوړه کړي.

مسکو، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه غونډه کوي

که څه هم لاتر اوسه د دې غونډې په اړه ډېر معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ویاندویانو ویلي چې د افغانستان سوله او امنیت د دې غونډې اصلي اجنډا ده.

په همدې حال کې د دې جرګې غړې امنه افضلي وایي چې دا ډول غونډې د افغانستان د استازو له حضور پرته هېڅ مشروعیت نه‌لري.

افضلي: دا ډول غونډې هېڅ مشروعیت نه لري.
افضلي: دا ډول غونډې هېڅ مشروعیت نه لري.

نوموړې زیاته کړه:

"کومه غونډه چې د روسیې، چین او پاکستان تر منځ ده زموږ له نظره دا د افغانستان پر خلکو او د دې هېواد پر خاوره تېری دی، د افغانستان له حضور پرته دوی کېني او زموږ پر برخلیک فکر کوي، کله چې د افغانستان استازي په دې غونډه کې نه‌وي هېڅ ډول مشروعیت نه‌لري."

په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو خبره په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې روسي چارواکو منلې چې د داعش پر ضد یې له طالبانو سره اړیکې هم ټینګې کړي.

افغان چارواکي: طالبانو سره د روسیې همکاري نوی خطرناک بهیر دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مشرانو جرګې د دې غبرګون او غوښتنې په اړه څه ونه‌ویل، خو د دې وزارت ویاند شکیب مستغني څو ورځې وړاندې په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي وو چې افغان چارواکي دې غونډې ته نه‌دي بلل شوي.

مستغني: له افغانستان پرته به دا ډول ناستې بې ګټې وي.
مستغني: له افغانستان پرته به دا ډول ناستې بې ګټې وي.

ده څرګنده کړې وه چې دا ډول غونډې بې‌اغېزې دي:

"له افغانستان پرته به دا ډول ناستې بې‌ګټې او بې‌نتیجې وي، هر هغه ناسته چې د افغانستان په اړه کېږي، باید افغانان په‌کې وي او د هغوی په رهبرۍ جوړه شي."

تر دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو هم په دې اړه غبرګون ښودلی وو او ویلي وو چې دا غونډه به هېڅ ډول ګټه ونه‌لري او د افغانستان په چارو کې مداخله بلل کېږي.

مستغني: د افغانستان د وضعیت په اړه به د مسکو غونډه بې‌ګټې وي

دوی ټینګار کړی وو چې د سیمې هېوادونه په تېره روسیه او چین باید د افغانستان موضوع ته د پاکستان له دوربین څخه ونه‌ګوري.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG