د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

مانتیسکي: طالبانو سره د مسکو اړیکه د دې ډلې د ملاتړ په معنی نه ده


په افغانستان کې د روسیې سفیر دا منې چې هېواد یې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او ټینګار کوي چې دوی په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو څخه اندېښمن دي.

د افغانستان مشرانو جرګې په کابل کې د روسیې سفیر ور وغوښت چې له طالبانو سره د روسيې د اړیکو او ګډو ګټو په اړه وضاحت ورکړي.

په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي د شنبې په ورځ د افغانستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون په ناسته کې په ټینګار سره وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو پرمټ، د داعش د ډلې ځپل غواړي او دا په افغانستان کې له طالبانو سره د روسېې د ګډو ګټو او یا د طالبانو د تمویلولو او تجهیزولو په معنی نه دي.

مانتیسکي: موږ غواړو د طالبانو په مټ داعش مات کړو.
مانتیسکي: موږ غواړو د طالبانو په مټ داعش مات کړو.

نوموړي زیاته کړه:

"له طالبانو سره زموږ د اړیکو هدف، په افغانستان کې د روسي اتباعو خوندیتوب او د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کول دي، د افغانستان لپاره نظامي حل لاره نه نشته."

له هغې وروسته چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف، د انادولو په نامه له یوې ترکي ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي وو چې روسیه په افغانستان کې د داعش د ځپلو لپاره له طالبانو سره ګډې ګټې لري، په افغانستان کې یې یو لړ غبرګونونه راوپارول.

بلخوا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو عمومي قوماندان له طالبانو سره د ایران او روسيې له نږدېوالي افغانستان ته خبر ورکړ.

له دغو اندېښنو وروسته افغانستان په دې برخه کې له روسیې څخه د وضاحت غوښتونکی شو.

د مشرانو جرګې پر اندېښنو سر بېره، د ولسي جرګې یو غړی زکریا سودا، د طالبانو له یوې ډلې سره د روسیې اړیکې لرل، د افغانستان پر وړاندې د تروریستې هڅو نښه ګڼي:

"له طالبانو سره د روسيې اړیکې څو پایلې لرلی شي، یوه داچې د افغانستان له خبرتیا پرته له طالبانو سره د دې لپاره اړیکې نیول چې روسیه له داعش څخه اندېښنه لري، بله داچې د طالبانو له یوې ډلې سره د روسیې اړیکې دا ښيي چې روسیې افغانستان ته د یو مستقل هېواد په توګه نه دي کتلي."

همدارنګه د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا وايي، دا چې روسیه له طالبانو سره اړیکي لري او تمویلوي يې، دا بله اندېښنه ده چې افغانستان به د سیمې او له سیمې څخه بهر، د ځینو هېوادونو ترمنځ د جنګ په میدان واړوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي:

"د روسیې او ایران ډیپلوما ټان د افغانستان له قاتلانو او مجرمینو سره اړیکې لري، د افغانستان خلک او حکومت چې له پاکستان سره په سخت وضعیت کې دی، په دې اړه شدیده اندېښنه لري، روسیه په ډېرې بې شرمۍ له طالبانو سره خپلې اړیکې تائید وي."

ایوبي وايي، روسیه طالبانو ته د ایران او تاجکستان له لارې وسلې لېږي او په افغانستان کې یې تمویلوي.

وال سټریټ ژورنال: پوتین د افغان طالبانو لپاره کوم پلان لري؟

مشرانو جرګه: حکومت دې د کابلوف څرګندونو په اړه روښانه دریځ غوره کړي​

روسیه وايي له طالبانو سره له تماس پرته نوره همکاري نه لري​

خو په افغانستان کې د روسیې سفیر د مشرانو جرګې په کمېسیون کې تاکید وکړ چې هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره هڅې کوي او غواړي چې طالبان له افغانستان سره د سولې پروسې ته وهڅوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG