د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

وال سټریټ ژورنال: پوتین د افغان طالبانو لپاره کوم پلان لري؟


وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپانې تر دې سرلیک لاندې چې "ایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د طالبانو لپاره کوم پلان لري؟"

مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي:

"امریکايي او افغان چارواکي د روسیې او طالبانو د سیاسي اړیکو له ژورېدو اندېښنه لري."

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن مخکې ویلي و چې د طالبانو او روسیې ترمنځ یو ډول ارتباط ټینګ شوی دی.

د وال سټریټ ژورنال په لیکنه، که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندوې ماریا ذخارووا ټینګار کړی چې حکومت یې له طالبانو سره پټې خبرې نه‎دي کړي او د هغوی ملاتړ نه‎کوي، خو څرګنده کړې يې ده چې روسیه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتنه لري او دا یوازې د داسې یوې پروسې په پایله کې امکان لري چې طالبان هم ګډون په‎کې ولري.

د ورځپاڼې په ليکنه، روسي چارواکي باور لري چې د افغانستان حکومتي ځواکونو د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره کافي هڅې نه‎دي کړې.

خو وال سټریټ ژورنال د یوه امریکايي جنرال په حواله لیکلي چې د داعش په اړه خبرې د روسیې لپاره یوه پلمه ده څو په افغانستان کې خپل سیاست عملي کړي.

ایشیاپسفیک خپرونې د "افغانستان ښايي د ریل‎ګاډي په مرسته ځان له روسیې او اروپا سره ونښلوي اوخپله مواصلاتي شبکه پراخه کړي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر محمود بلیغ په حواله راغلي، د اقیني بندر او په ترکمنستان کې د "اته مرات" او "امام نظر" سیمې ته د ریل‎ګاډي پټلۍ جوړېدل مهم پرمختګ دی ځکه دا هېواد به په نوي ډول، له ټولې سیمې سره ونښلوي.

ایشیاپسفیک د محمود بلیغ په حواله لیکلي، د رېل‎ګاډي پټلۍ به افغانستان یوازې له منځنۍ اسیا سره نه بلکه په نهایت کې له روسیې سره ونښلوي او ان د اذربایجان او ګرجستان له لارې به یې لاس اروپا ته ورسوي.

بلیغ ویلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د اته مراد، امام نظر او اقینې ترمنځ د ریل‎ګاډي په وسیله یو میلیارد ټنه سوداګریز مواد تبادله شي او بل کال به یې اندازه درې میلیارد ټنو ته لوړه شي.

د افغانستان حکومت غواړي چې په را روانو ۱۰ کلونو کې د ریل‎ګاډي پنځه زره کېلومتره پټلۍ جوړه کړي او له مختلفو سیمو سره ځان ونښلوي.

XS
SM
MD
LG