د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

مسکو، چین او پاکستان د افغان سولې په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې مسکو په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي چې په خپله افغان چارواکي نه‌دي وربلل شوي.

دغه غونډ چې د ډسمبر میاشتې په ۲۷مه په مسکو کې کېږي پاکستان او چین ګډون کوي چې ویل کېږي ښايي د افغانستان د سولې پر خبرو تمرکز وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د مسکو په غونډه کې به په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په اړه بحث وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان چارواکو ته تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې غونډې جوړېدل د نورو هېوادونو د مخکنیو ژمنو خلاف بللې.

ازاد: افغانستان‌یې نه‌دی وربللی.
ازاد: افغانستان‌یې نه‌دی وربللی.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان‌یې نه‌دی وربللی او د افغان حکومت نظر دا دی چې هره هغه غونډه چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغانستان په حضور کې جوړه شي او په دې اړه هېوادونو وړاندې هم ژمنې کړې وې."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او پرمختیا د ترویج په ا ړه له پاکستان سره په تماس کې دی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي هغه غونډې چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د دغه هېواد د استازو پرته جوړېږي، مثبتې پایلې نه‌شي لرلی.

تر دې وړاندې پاکستان او چین د افغانستان د سولې په اړه په څلور اړخیزو غونډو کې ګډون کړی وو.

تر دې وړاندې چین او روسیې د افغان سولې په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.
تر دې وړاندې چین او روسیې د افغان سولې په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و.

پاکستان په هغو غونډو کې ژمنه کړې وه چې طالبان به د سولې مذاکراتو مېز ته راولي، خو هغه ژمنې یې لا تر اوسه نه‌دي عملي کړي.

اسلام‌اباد مني چې د وسله‌والو طالبانو مشران د دوی په خاوره کې دېره دي.

د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت په وار وار له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې په هغه هېواد کې د مېشتو وسله‌والو ډلو په وړاندې چې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي، جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان استخبارات د هغو تندلارو ډلو په ملاتړ تورنې دي چې په افغانستان کې په ترورېستي پېښو کې لاس لري، پاکستان تل دا تورونه ردوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG