د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

اتمر: مسکو او تهران دې طالبانو سره اړیکې سولې ته وکاروي نه جنګ ته


بیا هم له طالبانو سره د روسیې او ایران د اړیکو په اړه څرګندونې، خو دا ځل د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، له دغو اړیکو څخه باید د سولې د ټینګښت په هدف ګټه پورته شي نه د جګړې د دوام لپاره.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ټینګار کوي چې مسکو او تهران له طالبانو سره اړیکې لري خو زیاتوي چې له دغو اړیکو څخه باید د جګړې پر ضد او د سولې د ټینګښت لپاره ګټه واخيستل شي.

ښاغلي اتمر ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، د ترورېزم ضد جګړه کې اصل باید د دولتونو تر منځ اړیکې اوسي څو د ده په خبره دغه جګړه بریالۍ شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"که جګړه له داعش، طالبانو او یا هم نورو ترهګرو سره ده، د دغې جګړې په اړه باید د افغانستان له دولت سره همکاري وشي. دوهم دا چې له طالبانو او یا هم نورو ډلو سره اړیکې چې د سولې په هدف نه‌وي زموږ له نظره ناجایزه او په کې دوستي نه‌لیدل کېږي."

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د روسیې او ایران د اندېښنو او د دغې ډلې پر ضد له طالبانو سره د یادو هېوادونو د اړیکو په تړاو څرګندونې کېږي.

که څه هم ایران په مشخصه توګه له طالبانو سره د اړیکو په اړه څه نه‌دي ویلي خو روسي چارواکو له طالبانو سره خپلې اړیکې تائید کړې دي.

مسکو او تهران له طالبانو سره ولې اړیکې نیولي؟ ایا د وسله‎والو مخالفو ډلو په ځانګړي توګه د داعش پر وړاندې د افغانستان اقدامات قانع کوونکي نه‌وو او که نور هدفونه موجود دي؟

ښاغلی اتمر د دغو پوښتنو په ځواب کې وايي، د نړۍ په کچه سیاسي بدلونونو د افغانستان پر وضعیت هم اغېز کړی دی.

نوموړی وايي:

"په تأسف سره موږ ګورو کله چې سیاستونه تغییر کوي پر موږ یې اغېز ښه نه‌وي، ځکه موږ د ترورېزم ضد مبارزه کې مرکزي رول لرو. له دې امله موږ هڅه کوو چې د ترورېزم پر ضد پخوا کومه اجماع رامنځته شوې وه، له‎منځه ولاړه نه‌شي او ټول د ترورېزم پر وړاندې واحد دریځ ولرو."

دغې موضوع د افغانستان سیاسي کړیو تر منځ جدي اندېښنې راپارولي، د افغانستان ملي شورا او حکومتي چارواکو تل دا ویلي چې له ترورېستي ډلو سره د ځینو هېوادونو اړیکې د سیمې په ګټه نه‎دي.

خو له وسله‎والو طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د روسیې او ایران اړیکې به څه پایلې ولري؟

طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د روسیې او ایران اړیکې به څه پایلې ولري؟
طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د روسیې او ایران اړیکې به څه پایلې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکي سید رحیم ستار د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"کومه مداخله چې په افغانستان کې د ایرانیانو او روسانو له لوري محسوس کېږي د سیمې، طالبانو او افغانانو لپاره هېڅ خیر نه‌لري، دا یو خطرناک عمل دی او د راتلونکي لپاره به دغه سیمه نوره هم وسوځوي، خلک به کډوالۍ ته اړ کړي او مصیبتونه به لاهم زیات شي."

افغان چارواکي وايي، د ترورېزم ضد مبارزه کې د همکارۍ ښې نښې شته او هیله‌مند دي چې په دې برخه کې به په بنسټیزه توګه همکاري رامنځته شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ټینګار کوي چې افغانستان د خپل حریم څخه د دفاع او مصونیت لپاره چمتو دی او دغه مکلفیت‌یې په ښه توګه درک کړی او ترسره کوي یې.

گزارش: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG