د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

کارپوهان: ایران سره د طالبانو اړیکې د دوی مالي سرچینې کمې کړي


د طالبانو د مالي سرچینو د کمزوري کېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته،يو شمېر افغان کارپوهان له ایران سره د طالبانو نېږدې والی، په څو ګروپونو د دغې ډلې وېشل کېدل او په افغانستان کې د نړيوالو موسسو, کموالی د طالبانو د مالي سرچینو د کمزوري کېدو عمده لاملونه ګڼي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دې امله چې ایران او سعودي عربستان خپلو کې ښې اړیکې نه‎لري نو سعودي عربستان د ایران سره د اړیکو په خاطر له طالبانو څخه خپل مالي ملاتړ کم کړی.

پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل
پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"دا جنګ خو اوږد شو، ایران ته د دوی مخه کول او يا ایران سره د دوی ملاقاتونه،تاسو ته معلومه ده چې د سعودي عربستان سره د ایران مناسبات بیخې ښه نه‎دي، نو دوی هېڅ‎کله نه غواړي هغه څوک چې له ایران سره اړیکې ولري دوی دې ورسره مرستې وکړي، زه فکر کووم اصلي علت همدا دی."

له بله پلوه د جنګ او سولې د مطالعاتو د مرکز څېړونکی حکمت اعظمي د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات د دوی د مالي سرچینو د کموالي بل لامل ګڼي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"د طالبانو مالي سرچینې کمې شوي او يو لامل يې دا دی چې طالبان په څو ډلو وېشل شوي، د طالبانو پخوانی رهبر ملا اختر محمد منصور چې کله ووژل شو، نو د طالبانو زیاتره پیسې او شتمنۍ ملا منصور ته نېږدې کسانو سره پاتې شوې، دویم د حقاني شبکه ده چې دوی هم خپلې پیسې له نورو ډلو سره چې په ملا اختر منصور او ملا هېبت الله پورې اړه لري نه شریکوي چې دغو موضوعاتو طالبان له مالي ناورین سره مخ کړي."

افغان څېړونکي دغه شان وايي چې په افغانستان کې د موسساتو او نړیوالو پروژو ختمېدو هم د طالبانو په مالي سرچینو اغېز کړی او د دوی په وینا يو شمېر موسساتو د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د خپلو کارونو د پرمخ بېولو لپاره طالبانو ته پېسې ورکولې.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د رژيم يو لوړ پوړي ډيپلوماټ رحمت الله کاکا زاده ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د هرې ورځې په تېریدو په مالي لحاظ کمزوری کېږي.

يو شمېر طالب قوماندانانو هم چې نومونه يې په راپور کې نه‎دي اخېستل شوي له مالي پلوه د طالبانو د کمزوري کېدل منلي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت مسؤولینو او د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې په روان کال کې درنو تلفاتو طالبان د جنګي تجهیزاتو او مالي سرچینو له کمښت سره مخ کړي دي.

خو له دې ټولو سره - سره يو شمېر وسله والو طالبانو او د دغې ډلې پخوانیو مشرانو د طالبانو د مالي سرچینو د کموالي په تړاو راپورونه رد کړي دي. اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو د مالي سرچینو کموالی به د افغانستان په امنیت او د دواړو لوریو ترمنځ د جنګ په تودو میدانونو څه اغېز ولري؟

دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

په ځواب کې يې د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش داسې وویل:

"که يو شمېر هېوادونه له دوی سره مالي مرستې ونه کړي، دوی د افغان ځواکونو په وړاندې يو کوچنی حرکت هم نه‎شي کولای نو اوس چې دغه مرستې په دوی کمې شوي نو زه یقیني یم چې د افغانستان راتلونکی به د سولې او امنیت په لور لاړ شي."

د مخدره موادو قاچاق،له طبیعي زېرمو څخه ناوړه استفاده، تښتونې، باج اخېستل، د عُشر او زکات اخېستنه او د يو شمېر ډلو له‎خوا اګاهانه مرستې د طالبانو له کورنیو مالي سرچینو څخه ګڼل کېږي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل بیا وايي، که افغان حکومت د طالبانو داخلي مالي سرچینې وچې کړي، دغه ډله ووېشل کېږي او له افغان حکومت سره به يوځای شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG