د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

سرخط: د طالب جګړه اوس بل رنګ او بوی اخلي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د روسیې، ایران، چیناو پاکستان ترمنځ د نوي بلاک د جوړېدو او طالبانو سره یې د نېږدې کېدو د هڅو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د ملي یووالي حکومت په کورني سیاست کې د ناکامۍ تر څنګ، په دې وروستیو کې په بهرني سیاست کې هم پاتې راغلی دی.

په سرمقاله کې راغلي، په وروستیو دوو کلونو کې په سیمه کې نوېو بدلونونو ته د فرصت او ننګونې په سترګه کتل کېږي، زموږ تمه دا وه چې حکومت به دغه بدلونونه د افغانستان لپاره په فرصتونو بدل کړيخو له بده مرغه ښکاري چې افغانستان په یو نا اټکل شوي مسیر روان دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکلي، د پاکستان، روسیې، چین او ایران اوسنی نوی ائتلاف زموږ د ناکام سیاست نتیجه ده.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، طالبانو سره د روسیې او ایران د نېږدې کېدوو هڅو ګڼې اندېښنې راپارولي دي.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې او ایران لاسوهنې به د نړیوال ائتلاف د مبارزې د کمزورې کېدو او په دغه هېواد کې د ناامنیو د پراختیا لامل شي.

په مطلب کې راغلي، په افغانستان کې د امریکا لوی قومندان جان نیکلسن په افغانستان کې د روسیې او ایران د سیاست په اړه انتقاد کړی دی، ده ویلي روسیې د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې په خاطر غواړي طالبانو سره مرسته وکړي.

خو د نوموړي په وینا دا چې طالبان دې د داعش ډلې په وړاندې مبارزه وکړي داسې کوم سند په لاس کې نشته، بلکې روسیه په دې ډول، د افغانستان د دولت او په دغه هېواد کې د ناټو او نړیوالو ځواکونو د کمزوري کولو نیت لري.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي، د طالب جګړه اوس بل رنګ او بوی اخلي، دوی له نړیوالو څخه د درنو وسلو ترلاسه کولو په لټه کې دي، د پاکستان تر څنګ ایران، چین او روسیې ته ورنېږدې شوي او یوه نوې جګړه ترې په اجاره اخلي.

د مطلب لیکوال د یو شمېر شنونکو په حواله لیکي:

که د امریکا او روسیې اړیکې د اوس په څېر وي او یا تردې ترینګلي شي، نو بیا طالبان ډېرڅه تر لاسه کولای شي او روسیه هم مرسته کوي.
په مطلب کې راغلي، له ایران سره هم همداسې ده ، که د امریکا سیاست د ایران په برخه کې همداسې وي نو بیا ایران هم د طالبانو لاس نیوی کوي.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې نوي حرکتونه پیلېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG