د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

سناتوران: د طالبانو په منځ کې د ایران د ملاتړو شتون باید جدي وڅېړل شي


په مشرانو جرګه کې د فراه ولایت ځیني استازي له حکومته غواړي چې د ګاونډیو پر وړاندې، خپل سیاست روښانه کړي.

دغه سناتوران ټینګار کوي، د هغو کسانو په اړه باید څېړنه وشي چې د ایران په ملاتړ، په افغانستان کې له طالبانو سره یوځای فعالیت کوي.

ګل احمد اعظمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا موضوع باید د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو اصولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې له ایران سره شریکه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"اړتیا ده چې د بهرنیو چارو وزارت دغه موضوع له ډیپلوماتیکو لارو څخه ان د امنیت له شورا سره مطرح کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې ځیني طالبان چې په دغې سیمه کې د نښتو پر مهال وژل شوي، مړي یې ایران ته لېږدول شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ویلي چې د افغانستان له استخباراتي ځواکونو یې داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې دغو وژل شویو ته په ایران کې د غم شریکۍ ځانکړي مراسم ترتیب شوي دي.

پخوا تر دې هم له وسله‌والو طالبانو سره د ایران د ملاتړ خبرونه خپاره شوي دي.

د فراه ولایت ځینو چارواکو دا هم ویلي چې ایران په خپله خاوره کې د افغانستان مخالفو وسله‌والو ته د پوځي روزنو اسانتیاوې هم برابرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ایران سفیر په تېره کې پر دې ټینګار کړی چې هېواد یې تل د افغان حکومت ملاتړ کړی او دغه ملاتړ به جاري وساتي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو دومره‌يې وویل چې په دې برخه کې د زیاتو اطلاعاتو موندلو ته په تمه دي.

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو ځیني پوهان وايي، د یو هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه، د هغه هېواد ملي حاکمیت له پامه غورځول دي.

لطیف نظري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د موضوع په تړاو افغان حکومت هم پړ وباله.

ده وویل، په سیمه کې وروستي بدلونونه د افغان حکومت د کمزورې ډيپلوماسۍ نتیجه ده.

دی وايي:

"زه فکر کوم، په هره اندازه چې د افغانستان ډيپلوماسي فعاله وي، کولای شو له ګاوندیو سره روغې اړیکې ولرو. په ورته وخت کې باید له ګاونډیو سره خبرې وکړو، څو زموږ ملي حاکمیت ته درناوی وکړي."

ښاغلی نظري ټینګار کوي چې له ګاوڼدیو سره باید د افغانستان اړیکې د ښه ګاونډیتوب او یو بل ته د درناوي په معیارونو ولاړې وي.

د ده په خبره که د ایران په ګډون ګاونډي هېوادونه له طالبانو څخه د ځان په ګټه کار اخلي، په دې باید وپوهېږي چې د جنګ د اور دا لمبې به د هغوی هېوادونو ته هم ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG