د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

سرخط: مسکو طالبانو ته نوی رنګ ورکوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې پر موضوع او د روسیې او طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي ډېر مطالب او تبصرې لیکلي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر له قوله لیکلي چې افغان حکومت له کوم شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

په مطلب کې د عمر زاخېلوال له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور عمده دلیل هم وسله وال طالبان دي او که د ده په خبره طالبان جګړه بس کړي نو د بهرنیو ځواکونو حضور دلیل به پاتې نه شي.

په مطلب کې د ښاغلي زاخېلوال له قوله ویل شوي چې دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې دي او هر وخت چې طالبان وغواړي افغان حکومت مذاکراتو ته تیار دی.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې او د عمر زاخېلوال له قوله یې ویلي که بهرنیان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي نو افغان حکومت او طالبان سره جوړېدای شي.

په مطلب کې د ډاکټر زاخېلوال په حواله راغلي چې دوی د طالبانو له ځینو مشرانو او قومندانانو سره په تماس کې دي خو څرګنده کړې یې ده چې لا تر اوسه خبرې ورسره نه دي شوي.

په مطلب کې د زاخېلوال له قوله راغلي چې طالبان کولای شي هر راز وړاندیز د خبرو میز ته راوړي خو له مخکې نه د شرایطو وړاندې کول ناسم دي.

چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه لیکنه خپره کړې.

په سرمقاله کې ویل شوي چې روسیه هڅه کوي له طالبانو سره د اړیکو له لارې په افغانستان کې د سولې د خبرو آترو خنډ وګرځي او په دې هېواد کې د ناټو او امریکا لاس ته راوړنې کمرنګه وښیي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په افغانستان کې د روسیې سټراټیژي په سوریه کې د مسکو له سټراټیژۍ سره ورته ده او غواړي چې د امریکا هڅې او لاس ته راوړنې له منځه ولاړې شي.

او سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې مسکو طالب یاغیانو ته نوی رنګ ورکوي.

سرمقاله لیکونکی وایي، تازه راپورونه څرګندوي چې روسیه، چین او پاکستان غواړي چې طالبانو ته په پاکستان کې رسمي دفترونه جوړ کړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې سپارښتنه شوې چې افغان حکومت باید د نړۍ د معتبرو اسلامي هېوادونو په مټ طالب جنګیالي سولې ته را مات او په دې هیواد کې د جګړې مخه ونیسي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG