د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي


په کندز کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او په ولسي جرګې کې د دې ولایت ځینې استازي وايي، سره له دې چې په دغه ولایت کې مېشتو وسله‎والو ته د پاکستان له لوري اکمالات ممکن نه‎دي خو وایي چې وسله‎والو طالبانو نوي وسلې تر لاسه کړي دي.

دوی د سیمې د اوسیدونکو په حواله وایي چې وسله‎وال طالبان د تاجکستان له پولي وسلې ترلاسه او په کښتیو کې یې د آمو سیند دې غاړه ته را لېږدوي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي عبدالودود پیمان ازادي راډيو ته وویل، د خلکو له ډېرو شکایتونو وروسته یې دا اندیښنې د تاجکستان له سفیر سره هم شریکې کړي دي.

نوموړی وايي:

"طالبان د شپې له‎خوا په کښتیو کې لیدل کېږي او په آمو سیند کې کښتۍ تګ راتګ کوي، د تاجکستان سفیر دا موضوع رد کړې او وايي چې دا کښتۍ د افغانستان په خوا کې چلېږي، دوی وايي زموږ پولي زموږ په لاس کې دي او روسان نشته خو د سیمې خلک اندیښنې لري. "

له دې وړاندې د کندز پخواني والي محمد عمر صافي ازادي راډيو ته ویلي چې روسي ځواکونو د داعش له ډاره د تاجکستان او کندز ترمنځ په سرحدي سیمو کې حضور پیدا کړی، وسله‎وال طالبان تجهیزوي او وخت نا وخته ورسره لیده کاته هم کوي.

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي وايي، د سیمې خلک په دې باور دي چې طالبان له همدې لارې وسلې را لېږدوي خو دی وایي چې دا موضوع لا مستنده شوې نه‎ده.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه:

"داسې خبرې شته او اوازې اورېدل کېږي خو موږ دقیق معلومات نه‎لرو او کشفي ارګانونه باید معلومات راکړي. "

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

کندز په تېرو دوه کلونو کې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو تر منځ د سختو جګړو شاهد پاتې شوی ان د دې ولایت مرکز دوه ځلي په مؤقت ډول سقوط هم وکړ.

له کندزه مخکې د فراه ولایت چارواکو هم ویلي چې په دغه ولایت کې له وسله‎والو سره روسي مارک وسلې شته.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن هم د امریکا د سنا د پوځي خدماتو په کمېټې کې روسیه او ایران له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی.

سره له دې چې د وسله‎والو طالبانو څخه د روسيي او ایران ملاتړ د ملي شورا د غړو او افغان څیړونکو اندیښنې راپارولي خو د افغانستان دفاع وزارت لا هم د موضوع د څېړلو خبره ک وي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې موضوع په اړه به هر اړخېزې پلټنې وشي.

وزیري وايي د دې موضوع په اړه به هر اړخېزې پلټنې وشي.
وزیري وايي د دې موضوع په اړه به هر اړخېزې پلټنې وشي.

نوموړی وايي:

"موږ تر اوسه پورې کوم مؤثق اسناد نه‎لرو خو په دې هکله پوښتنې او څېړنې کوو کهواقعیت ولري په هغې صورت کې به د بهرنیو چارو وزارت او یا د دولت نور مسؤل مقامات خپل نظر اعلان کړي. "

روسي چارواکو هم له طالبانو سره اړیکې تائید کړي خو ویلي یې دي چې دا اړیکې یې د داعش پر ضد د جګړې د سټراټیژی تر حده دي.

تردې وړاندې د افغانستان د ملي شورا ځینو غړو او سیاسي څیړونکو ویلي چې افغان حکومت باید له هرې ممکنې لارې په دې هېواد کې د امریکا او روسیې د تقابل مخه ونیسي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG