د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان د حالاتو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د افغان ولسمشر او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ټیلیفوني خبرو داسې معلومیږي چې واشنګټن له کابل سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او افغانستان د امریکا په سټراټیژیکو لومړیتوبونو کې ځای لري.

د لیکوال په باور اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا په پاکستان فشار زیات کړي، څو د طالبانو، داعش او د نورو وسله‎والو ډلو له ملاتړه لاس په سر شي.

د سرخط د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي افغان حکومت دې له دې چانسه څه ډول چې لازمه ده عظیمي استفاده وکړي.

هېواد:

د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکا د پاکستان مغرضانه هڅې مهار کړي.

د لیکوال په باور له دې پرته د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه د ترهګرو له شره خوندي نه‎شي پاتې کېدای.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي د نړۍ د قدرتونو ترمنځ شخړه به افغانستان اوګاونډیو ته ناوړه پایلې ولري.

وړاندې په مطلب کې راغلي امریکا د نړۍ د وضعیت په تړاو ګیچ کوونکي، استبدادي او له اضطرابه ډک پيغامونه ورکوي، خود ښاغلي کرزي په وینا دغه هېواد لا هم د نړۍ یوازینی ستر قدرت دی چې د نړۍ پر حالاتو اغېز شېندلی شي.

ویسا:

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې له بده مرغه یو تریخ واقعیت همدغه دی چې په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي جګړه ده.

د لیکوال په باور تر څو چې استخباراتي لوی لوبغاړي د جګړې له دوامه لاس وانه‎خلي جګړه به دوام لري، مرګونه به دوام لري او د ماتم ټغرې به غوړېدلې وي.

چراغ:

په پای کې چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي روسیه له امو سینده په وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي.

ورځپاڼې د ملي شورا د غړي عبدالودود پیمان له قوله لیکلي روسیه هره شپه ۱۰ بېړۍ وسله افغانستان لوري ته راوړي او طالبانو ته یې سپاري.

XS
SM
MD
LG