د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

کابلي: محقق د سوریې او عراق جګړې لپاره ځینې افغانان د ایران سفارت ته معرفي کوي


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مسؤلین ادعا کوي چې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال په کابل کې د ایران سفارت ته افغانان معرفي کوي چې د سوریې او عراق جګړې ته‌یې واستوي.

د دغه ګوند رئیس نجیب‌الله کابلي همداراز ادعا وکړه چې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال په افغانستان کې مذهبي شخړو ته لمن وهي او په دې ترتیب غواړي د ایران ګټې خوندي کړي.

ښاغلي کابلي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره هغه مکتوب هم شریک کړ چې ګنې د محمد محقق په لاسلیک د ایران سفارت ته د ۹ کسانو لپاره د ویزې د ورکړې په اړه استول شوی دی.

کابلي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره له رسنیو سره دغه مکتوب هم د سند په توګه شریک کړ.
کابلي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره له رسنیو سره دغه مکتوب هم د سند په توګه شریک کړ.
د ایران سفارت ته مستقیماً مکتوب لیکي چې تاسو ۱۰ او یا هم ۲۰ نفرو ته ویزه ورکړئ.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو وګورۍ چې د یو سیاسي حزب مشر چې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال هم دی څنګه ځان ته دا جرأت ورکوي چې د ایران سفارت ته مستقیماً مکتوب لیکي چې تاسو ۱۰ او یا هم ۲۰ نفرو ته ویزه ورکړئ. هغه ملګرتیا چې محقق‌یې له سپاه پاسداران او یا قاسم سلیماني سره لري، د سوریې د جګړې لپاره او د خپلو شخصي تجارت لپاره افغانانو ته ویزې اخلي."

ښاغلي کابلي همدارنګه وویل چې په دې اړه هم اسناد ورسره شته چې محمد محقق ته له ایران څخه پیسې راځي.

ښاغلي کابلي په دې اړه رسنیو ته اسناد وړاندې نه‌کړل.

کابلی: ایران او پاکستان د داخلي کړیو له لارې د حکومت د بې‌ثباته کولو هڅې کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

خو د محقق په امضا د ایران سفارت ته په استول شوي مکتوب کې د ښاغلي محقق له قوله دا ویل شوي چې معرفي شوي ۹ کسان د ده خپلوان دي او د سیاحت لپاره ایران ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په تهران کې د یوې غونډې پر مهال د سوریې د جګړې په اړه د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال څرګندونو هم غبرګونونه راوپارول.

د سوریې له جګړې د افغان جنګیالیو راګرځېدل به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري؟

که څه هم ښاغلي محقق په سوریه کې له جنګېدونکي لشکر فاطمیون چې افغانان هم په‌کې شامل دي مننه وکړه، خو افغان حکومت بیا وویل چې د ښاغلي محقق څرګندونې به د قانون په رڼا کې وڅېړل شي.

ارګ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال "محقق" وروستۍ لانجمنې څرګندونې ارزوي

د محمد محقق مطبوعاتي دفتر بیا د ښاغلي کابلي ادعا بې‌اساسه او له شخصي خصومته ډکه وبلله.

د دغه دفتر مشر عبدالبصیر موحد ازادي راډیو ته وویل ښايي ښاغلی محقق ځینو کسانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د همکارۍ په هدف د ایران سفارت ته مکتوب استولی وي، خو دا ادعا ناسمه ده چې له دغو کسانو ایران د سوریې او عراق په جګړه کې استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ادعا چې ګواکې له معرفي کېدونکي کسانو څخه په جګړو کې استفاده کېږي، بې‌بنسټه ده. دا خبره نه‌یوازې د محقق صاحب په ګوند کې بلکې په ټولو ګوندونو کې شته چې که څوک غواړي کوم بل بهرني هېواد ته لاړ شي د ویزې د تائیدۍ لپاره که یو کس وي او یا هم ډېري حزب او یا دولتي اداره ورته مکتوب ورکوي، ښايي داسې کار شوی وي."

که څه هم د ملي مشارکت ګوند رئیس وايي چې ترلاسه شوي اسناد او نور ترلاسه کېدونکي اسناد به اړوندو ارګانونو ته وسپاري، خو د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي چې ښاغلي محقق هېڅ غیر قانوني کار نه‌دی کړی او ښه ده چې د دسیسو جوړولو پر ځای د ملي یووالي لپاره کار وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG