د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

کابلی: ایران او پاکستان د داخلي کړیو له لارې د حکومت د بې‌ثباته کولو هڅې کوي


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي وايي چې ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو د ملي وحدت حکومت د بنسټیزو کارونو د مخنیوي هڅه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د ملي مشارکت او د کابل د یو شمېر اوسېدونکو له خوا د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې جوړې شوې مظاهرې ته وکړې.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجیب الله کابلي وايي، ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي خو افغانان ویښ شوي او نور په کورنیو چارو کې ګاونډیو ته د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ایران او پاکستان تروریستان، طالبان او حقاني شبکې اکمالوي او ورته روزنه ورکوي، په همدې ډول د حکومت د ننه ځينې سیاسي کړۍ د مالي مرستو له لارې هڅوي چې ملي وحدت حکومت بې ثباته کړي، موږ د افغانستان د ولسمشر کارونه ستایو ځکه چې د افغانستان د ښمنان یې ښه پېژندلي او قاطع اراده لري چې د افغانستان اوبه او پولې مهار کړي."

ښاغلی کابلي وايي چې ایران له لسګونو کالونو راهیسې د کمال خان بند، سلما بند او په افغانستان کې د نورو بنسټیزو کارونو د مخنیوي هڅه کړې ده.

په کابل کې د ملي مشارکت ګوند لخوا نننۍ مظاهره.
په کابل کې د ملي مشارکت ګوند لخوا نننۍ مظاهره.

په کابل کې د افغانستان د ملي ګټو او خپلو له زېرمو څخه د استفادې په ملاتړ دا مظاهره داسې وخت جوړېږي چې تېره اوونۍ د ایران ولسمشر په افغانستان کې د بندونو د جوړولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چاپېریال ساتنې یو نړیوال کنفرانس ته ویلي چې د هغو بندونو د جوړولو په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای کوم چې افغان حکومت یې جوړوي خو له دې وړاندې یې اوبه ایران ته بهېدې.

افغان حکومت بیا ویلي چې له خپلو اوبو څخه به د پخوانیو معاهدو او نړیوالو قوانیونو له مخې هرو مرو استفاده وکړي.

له دې وړاندې په هلمند کې ورته مظاهره شوې وه او په کابل کې بیا د لويې پکتیا جرګې او مدني ټولنو د یوې خبري غونډې له لارې سخت غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان مشرانو جرګې هم د خپلې یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه غبرګون ښودلی ویلي چې افغان حکومت باید د ورته څرګندونو په اړه اقدام وکړي.

افغانان وايي چې اوبه او خاوره د دوی طبیعي حق دی او لکه د نفتو او نورو طبیعي زېرمو په څير ورته ارزښت ورکوي.

کونړ سیند
کونړ سیند

په کابل کې د یکشنبې د ورځې د مظاهرې څو تنو ګډونوالو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زما نوم امیرمحمد دی د پغمان اوسېدونکی یم زه له خپل حکومت څخه غواړم چې د ایران د مداخلو په وړاندې که حکومت زور نه لري په موږ دې غږ وکړي خپلې پروژې ساتو."

"موږ د ایران شیطانان نه منو او نه یې زغملای شو خپلې اوبه او خپله خاوره مو ده موږ یې ساتنې ته ولاړ یو."

د حقوقي چارو کارپوهان هم د ایران د جمهور رئیس دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ګني وايي، افغان حکومت یې باید پر وړاندې غلی پاتې نه شي.

د افغانستان د ډیموکراټو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر ازادي راډيو ته ویلي، د دا ډول څرګندونو پر وړاندې باید نه افغان حکومت نه مدني ټولنې، نه سیاسیون او نه عام خلک غلي پاتې شي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG