د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ارګ د روحاني په غبرګون کې: هوډ لرو چې له طبیعي زېرمو ضرور ګټه واخلو


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر اوسه افغانستان نه‌و توانېدلی چې له خپلو طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه له اوبو څخه ګټه واخلو، خو اوس‌یې هوډ کړی چې دغه کار به حتماً کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې افغان حکومت له دې ډول پروګرامونو راوګرځوي او یا یې پر وړاندې خنډ وګرځي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

نوموړی وايي:

"دا زموږ تر ټولو کم حق دی چې له خپلو اوبو څخه د ځان په ګټه کار واخلو، هر څوک چې دا ډول څرګندونې کوي بې‎ځایه څرګندونې دي، افغان حکومت حق لري چې له خپلو زېرمو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او دا کار به‌یې لومړیتوب وي، موږ د دا ډول څرګندونو پر وړاندې یوازې دا ویلی شو چې دوی باید فکر وکړي چې دوی څه وايي."

ښاغلی ازاد زیاتوي چې دا مهال د افغانستان ۸۰ فیصده اوبه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته بهېږي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې په هرات کې د سلما بند د جوړېدو چارې هم بشپړې کړې، په نیمروز کې په کمال خان او په فراه کې په بخش‌اباد بندونو کار روان دی او همدا شان په هلمند کې د کجکي بند د ترمیم چارې هم جریان لري.

ایراني ولسمشر حسن روحاني د سې شنبې په ورځ په تهران کې د "ګرد او دوړو پر وړاندې مبارزه ننګونې او حل لارې" تر عنوان لاندې په نړیوال کنفرانس کې وویل، د کمال خان، کجکي او سلما بندونو د جوړېدو پر وړاندې بې‌تفاوته نه‎شي پاتې کېدلی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

نوموړی وايي:

"موږ نه‌شو کولای د هغه څه په اړه چې زموږ چاپېریال تخریبوي بې‌تفاوته پاتې شو، په افغانستان کې د متعددو بندونو او موانع جوړول، د کجکي، کمال خان او سلما او د افغانستان په شمال او جنوب کې د نورو بندونو جوړول، زموږ د خراسان، سیستان او بلوچستان سیمو باندې تأثیر لرونکي دي."

د افغانستان ولسي جرګه د ایران د ولسمشر حسن روحاني دا ډول څرګندونې حساسیت پارونکې بولي.

په ورته وخت کې سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی وايي، د ایران د ولسمشر دغه څرګندونې د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیک عرف خلاف عمل دی او باید په راتلونکي کې له دې ډول څرګندونو ډډه وکړي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د جنوب لوېدیځ حوزې سیمه‎ییزو چارواکو تل ادعاوې کړي چې ایران په افغانستان کې د سترو پروژو په ځانګړي توګه د اوبو د بندونو د جوړېدو مخه نیسي.

د تېر کوچني اختر په لومړۍ شپه ناپېژانده وسله‎والو د سلمان بند لس ساتونکي ووژل، خو چا یې مسؤلیت په غاړه وانه‎خیست.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په جنوب لوېدیځ حوزه کې د نورو بندونو په جوړېدو هم کار روان دی او افغان حکومت چمتو ته دی چې ایران ته د اوبو د نړیوالو قوانینو له مخې خپله حق‌ابه ورکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG