د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د فراه ولایتي شورا: فراه کې ایران وسله‌والو ته پیسې او وسلې ورکوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په فراه ولایت کې د ایرانیو هلیکوپټرو د ناستو له څېړنو او کره‎والي وروسته به افغان حکومت په دې اړه رسمي اجرأت وکړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغو راپورونو د دقت په اړه پلټنې پیل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"په دې اړه په مطبوعاتو کې راغلي او هم د پولیسو ځیني کسانو ویلي چې هیلکوپټرې راغلي او وسلې یې ښکته کړي، موږ تېره ورځ په دې هکله په دفاع وزارت کې غونډه درلوده، دفاع وزارت سیمه‎ییزې قول اردو ته دنده ورکړې، څو په دې اړه څېړنې وکړي او له هغه وروسته اجرأت کېږي."

د فراه د ولایتي شورا رئیسه جمیله امیني وايي، وړمه شپه ایرانيو هلیکوپټرو د قلعه‎کاه ولسوالۍ چې ایران سره په پوله پرته ده، ناستې کړي او وسله‎والو مخالفینو ته یې وسلې، مهمات او پيسې ورکړي دي.

اغلې امینې ازادي راډیو ته وویل چې په عین وخت کې وسله‎والو په همدې سیمه کې په امنیتي پوستو حملې کړي او افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

اغلې امیني زیانه کړه:

"موږ هم خبر لرو چې ایرانۍ طیارې د شپې څلور بجې هلته کېناستې، وسلې، مهمات او پيسې يې ورکړې، په همغه شپه وسله‎والو په پوستو حملې وکړې، یوې پوستې سقوط کړی، درې کسان په کې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي."

هڅه مو وکړه چې د دغو ادعاوو په اړه په کابل کې د ایران د سفارت نظر را واخلو، خو له پرله‎پسې هڅو او اړیکو سره بیا هم د سفارت کارکوونکي خبرو ته چمتو نه شول.

له دې وړاندې د فراه چارواکو په دغه ولایت کې د ایران د لاسوهنو په اړه ادعاوې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په خاوره کې د ایرانیو هلیکوپټرو د ناستې په اړه څرګندونې کوي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري که هم څه په دغه ولایت کې د ایرانيو هلیکوپټرو ناسته نه رد او نه هم تائیدوي، خو ټینګار کوي چې افغان حکومت دغه موضوع جدي نیسي او په اړه یې بشپړه پلټنه کوي.

دا لومړی ځل نه‌دي چې د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو هلیکوپټرو د ناستو په اړه ادعاوې کېږي، بلکې له دې وړاندې په لوګر، ننګرهار، غزني، جوزجان ، سرپل، بدخشان او یو شمېر نور ولایتونو کې دا ډول ادعاوې شوې وې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دغو ټولو اعاوو په اړه دوی پلټنې کړي، خو تر اوسه یې کره شواهد او اسناد نه‎دي موندلي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG