د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

امریکایي مقام: روسیې له ۱۸ میاشتو نه طالبانو ته د وسلو ورکول زیات کړي


امریکايي مقامات وايي، په دې وروستیو څو میاشتو کې له طالبانو سره د روسيې پوځي مرستې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د روسيې پوځي همکاري به د افغانستان جګړه لا نوره پېچلې کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه امریکايي پوځي مقام په حواله وايي چې روسيې له ۱۸ میاشتو راپه دې‌خوا طالبانو ته د وسلو او مهماتو ورکول زیات کړي دي.

دغه مقام د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي روسيې په دې نامه سره چې طالبان له روسي وسلو څخه د داعش پر ضد کار اخلي، دغې ډلې ته سپکې او درنې ماشیندارې ورکړې دي.

خو د دغو امریکايي چارواکو په وینا، طالبان دا وسلې د افغانستان په جنوب کې چېرته چې د داعش فعالیت کم دی، استعمالوي.

د امریکا دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، له طالبانو سره د روسيې د پوځي مرستو په اړه اندېښمن دی او د جېمز مټېس په خبره، دا پوځي مرستې به د افغانستان جګړه نوره هم پېچلې کړي.

ښاغلي مټېس زیاته کړه:

​"د سیمې او نړی هېوادونه باید له تروریستانو دفاع ونه کړي، تروریستان د ښامار په شان دي چې له هېڅ هېواد سره وفا نه کوي، موږ له روسيې، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمستان، ازبکستان او چین غواړو چې له افغان حکومت سره د ترورېزم پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي"

محمد رادمنش.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد‎ رادمنش که څه هم له طالبانو سره د روسيې پوځي مرسته نه‌تائید او نه هم رد کړه، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سیمې هېوادونه د دې پر ځای چې وسله‌والې ډلې تمویل کړي، باید له افغان حکومته ملاتړ وکړي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، که افغانستان ته له بهر څخه د وسلو او پوځي مهماتو انتقال د افغان حکومت له لارې نه‌وي، نو دا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

مټېس: امریکا طالبانو ته د روسیې له‌خوا پر وسلو ورکولو اندېښنه لري

سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي

دا لومړی ځل نه‌دی چې په افغانستان کې له طالبانو سره د روسيې د روابطو او پوځي همکارۍ په اړه څرګندونې کېږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن روسیه تورنه کړې ده چې هڅه کوي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو ترمنځ د روسیې نفوذ زیات شوی

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي

بل لورته د افغان حکومت اجرائیه ریاست په کابل کې د روسيې د سفیر هغه څرګندونې غندلي چې په ترڅ کې يې طالبان یوه سیاسي ډله ګڼلې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي هم له طالبانو سره د روسيې پوځي همکاري د افغانستان لپاره خطرناکه بللې ده او له افغان حکومته‌يې غوښتي چې په دې برخه کې جدي عکس‎العمل څرګند کړي.

د روسيې حکومت بیا وايي چې له طالبانو سره د دې هېواد اړیکه د دې لپاره ده چې په افغانستان کې د روسي اتباعو امنیت خوندي شي او دا ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

XS
SM
MD
LG