د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

سپېدار د روسيې سفیر د خبرو په غبرګون: طالبان سیاسي نه، ترورېستي ډله ده


د ملي وحدت حکومت په کابل کې د روسیې د سفیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې وسله‎وال طالبان سیاسي نه، بلکې یوه ترورېستي ډله ده.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هېڅ حکومت باید وسله‎وال طالبان د سیاسي ډلې په توګه ونه‌مني.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"طالبان رسماً یوه ترورېستي ډله ده، نه سیاسي. هېڅ یو حکومت باید دغه ډول څرګندونې ونه‎کړي او که هر دولت داسې څرګندونې وکړي زموږ په نظر محکوم دی."

هغه وايي، طالبان کولای شي خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د افغانستان د اساسي قانون په منلو سره په یوه سیاسي ډله بدله شي چې په وینا يې اوس‌مهال د نظام پر ضد د جنګېدو له امله ترورېستي ډله بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتېتسکي د چهار شنبې په ورځ وسله‎وال طالبان یوه سیاسي ډله یاده کړه او ويې‌ویل چې افغانستان کې د روانو ستونزو د ختمولو لپاره باید له دې ډلې سره خبرې وشي.

هغه ویلي چې مسکو د افغانستان له قانوني دولت او د افغانانو په مشرۍ د سولې د راتګ ملاتړ کوي خو په خبره‌يې طالبان باید له القاعده بېله او د هېواد اساسي قانون ومني.

دا لومړی وار نه‎دی چې د روسي چارواکو له‌خوا ورته څرګندونې کېږي، له دې وړاندې روسي چارواکو منلې چې له وسله‎والو طالبانو سره په اړیکه کې دي خو له دې ډلې سره‌يې پوځي مرسته رد کړې ده.

خو یو شمېر افغان چارواکو او د ولسي جرګې غړو ویلي چې له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستې په اړه اسناد او شواهد لري.

د وروستیو راپورونو پر بنسټ د روسیې یوه پلاوي په شمالي وزیرستان کې د طالبانو له مرکزونو نه هم لیدنه کړې ده.

وسله‎والو طالبانو ته په کابل کې د روسیې د سفیر له‎خوا د یوې سیاسي ډلې د خطاب کولو په اړه د ولسي جرګې اداري پلاوي هم غبرګون ښودلی دی.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هېڅ دولت حق نه‎لري چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

ښاغلي احمدزي څو ورځې وړاندې د داسې اسنادو او شواهدو د درلودو خبره هم کړې وه چې له طالبانو سره د روسیې پوځي همکاري ښيي.

احمدزی: هېڅ دولت حق نه‎لري چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړي.
احمدزی: هېڅ دولت حق نه‎لري چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړي.

نوموړي په دې اړه د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل:

"له بهرنیو چارو وزارت غواړم چې باید ژر تر ژره کابل کې د روسیې سفیر احضار کړي او غوږونو ته‌يې باید دا خبره جداً ورسول شي چې باید له لاسوهنې لاس په سر شي، پرته له دې به خلک غلي پاتې نه‎شي ځکه دا د افغانستان په چارو کې عملاً لاسوهنه ده."

د سیاسي چارو کارپوه بشیر بېژن په ګډون د افغانستان یو شمېر سیاسي کارپوهان وسله‎والو طالبانو ته د یوې سیاسې ډلې خطاب دغه ډلې ته د مشروعیت او جرأت ورکولو لامل بولي.

ښاغلي بېژن له افغان دولت غوښتنه وکړه چې نور باید په‎دې برخه کې غلي پاتې نه‎شي ځکه چې په وینا يې افغانستان به په‎ دغه ډول خبرو له بحران سره مخامخ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG