د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان ته د روسیې پوځي پلاوی تللی


پاکستاني چارواکي وايي چې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته د روسیې یوه پوځي پلاوي دې قبایلي سیمې ته سفر کړی.

د پاکستان پوځ وايي چې د روسیې پوځي پلاوي پرون پنجشنبې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو بریا له نژدې ولیده او د ترورېزم پرضد مبارزه کې یې د پاکستان د حکومت هڅې وستایلې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه په یو بیان کې وايي، د روسیې د وسله‎والو ځواکونو د مرستیال لوی درستیز ایسراکوف سیرګي یوریوویچ Israkov Sergi Yuryevich په مشرۍ د روسیې پوځي پلاوي له میرانشاه څخه لیدنه وکړه.

د بیان له مخې پېښور کې د پاکستاني پوځ د قول اردو قوماندان جنرال نذیر احمد دې سیمې ته د روسي پلاوي د سفر ملګری و.

بیان زیاتوي چې پلاوي ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول.

د روسیې پوځي پلاوی شمالي وزیرستان ته څو میاشتې وروسته له هغه سفر کوي چې د پاکستان او روسیې پوځي ځواکونو په پاکستان کې ګډ پوځي تمرینونه وکړل.

د پاکستان پوځ له څو کلونو راهیسې په وزیرستانونو کې پوځي عملیات پیل کړي خو افغان او امریکايي چارواکي تور لګوي چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پر ضد چې ویل کېږي مرکزونه یې په شمالي وزیرستان کې دي، لازم اقدامات نه‎دي کړي.

روسیه له اوږدو کلونو راهیسې د پاکستان له اټمي سیال هند سره نژدې اړیکي لري په داسې حال کې چې پاکستان بیا په دودیز ډول د امریکا د نفوذ ساحه ګڼل کېږي او دواړه هېوادونه نژدې متحدان پاتې شوي دي خو په دې وروستیو کې اسلام‎اباد او مسکو د خپلو اړیکو د نېژدې کولو برخه کې یولړ اقدامات کړي.

په دې لړ کې روسي چارواکو په دې وروستیو کې چین او پاکستان ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

د سولې د دې خبرو بل پړاو چې ټاکل شوې ده پر روسیې سربیره پاکستان، افغانستان، هند، چین، ایران او د منځنۍ آسیا څو هېوادونه ګډون په‎کې وکړي د اپریل په ۱۴مه نېټه په پام کې دی خو متحدو ایالاتو په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی.

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان ته د روسیې پوځي پلاوی تللی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:20 0:00

XS
SM
MD
LG