د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

د ارزګان علماو شورا: وسله‌وال طالبان د پردیو د ګټو لپاره جنګېږي


د ارزګان ولایت د علماو شورا وايي، وسله‌وال طالبان د بهرنیو په لمسون په افغانستان کې جګړه کوي او په خبره‌یې چې دا جګړه د اسلام له نظره ناروا ده.

د یاد ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه نامشروع بولي او په خبره‌يې چې دوی د پاکستان، ایران او روسيې د ګټو لپاره جنګېږي او غواړي چې د هغوی په مرسته واک ته ورسېږي.

نوموړي له وسله‌والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې د بهرنیو په لمسون د بې‌ګناه افغانانو وینه نه‌تویوي او له افغان دولت سره دې د خبرو له لارې خپله ستونزه حل کړي.

مولوي حمدالله ابدالي.
مولوي حمدالله ابدالي.

مولوي حمدالله زیاته کړه:

"راشئ د خدای لپاره مخامخ راسره کېنئ، باچاهي په نېکو اخلاقو وګټئ، راشئ په عدالت‌يې وګټئ، راشئ په رأیه‌يې وګټئ چې ټول افغانان دې هرکلی وکړي، د خدای لپاره نور د بهرنیو د ګټو لپاره دغه بې‌وزله افغانان مه‌زوروئ."

ښاغلي حمدالله ابدالي په پاکستان کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن هغه خبرې هم په کلکه رد کړې چې ویلي یې وو، په افغانستان کې جهاد روا دی.

له دې سره په ارزګان ولایت کې د محاکمو رئیس مولوي محمد جان هم ورته څرګندونې لرلې.

نوموړی وايي، افغان امنیتي ځواکونه د خاورې د دفاع لپاره جګړه کوي او هغه څوک چې يې په وړاندې درېږي د هغوی مرګ روا دی او ترهګر ورته ویل کېږي.

مولوي محمد جان.
مولوي محمد جان.

ښاغلي محمد جان زیاته کړه:

"زه حقیقت وايم، که به دروغ وایم مادې خدای د اخرت په ورځ د جهنم په اور وسوځوي، بیا هم که کوم څوک په دې شک لري زه حاضر یم چې ځواب ورکړم."

د ارزګان ولایت د علماو شورا دغه خبرې پر داسې مهال کوي چې د تېرې جمعې په ورځ په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د وسله‌والو طالبانو په برید کې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یادونې وړ ده چې علماو شورا د یادو سرتېرو روح ته د مغفرت دعا او په هېواد کې د تل پاتې سولې غوښتنه وکړه.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG