د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

هېواد: د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې لپاره د امریکا نوی هوډ


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو افغانستان ته د امریکايي سناتورانو د راتګ او د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر پرڅرګندونو لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي امریکايي پلاوي افغان ولسمشر ته د پاکستان له خوا د ترهګرۍ ضد مبارزې ډاډ ورکړ.

وړاندې په مطلب کې راغلي د پاکستان لوی درستیز د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د تروریستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو توافق کړی، امریکا د دغو عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابروي.

د هېواد د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې لپاره د امریکا نوی هوډ.

په سرمقاله کې یادونه شوې امریکا دې په همغه ځایونو کې چې د ترهګرو ځالې دي او ملاتړ یې کیږي په نښه کړي، د لیکوال په باور له دې پرته د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه ناشونې ده.

اصلاح ورځپاڼې د محمد اشرف غني له قوله لیکلي، د افغانستان او امریکا اړیکې په متقابلو ګټو او درناوي ولاړې دي.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي سیمې ته د امریکا د سنا مجلس د پلاوي راتګ او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې ټینګار کړی.

د سرمقالې په پای کې راغلي تر څو چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې د وسله والو پټنځایونه له منځه یو نه وړل شي او وسله والو په منځ کې د ښو او بدو تعریف له منځه ولاړ نه شي، نو د لیکوال په اند له ترهګرۍ سره روانه مبارزه به کومه څرګنده او مثبته پایله ونه لري.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي پاکستان په اسانه د وسله والو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې امریکا دې له پاکستان سره پوځي مرستې بندې کړي، یاد هېواد دې په ملګرو ملتونو کې د تروریستانو ملاتړ په نوم معرفي کړي او په پاکستان دې نظامي او اقتصادي بندیزونه ولګوي.

یو شمېر نورو ورځپاڼو به بیا د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر د څرګندونو په اړه لیکنې کړې.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د ایران د ولسمشر حسن روحاني له قوله لیکلي په افغانستان کې د اوبو د بندونو جوړول نه شو زغملی.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې افغان حکومت باید خپلو اوبو ته پام وکړي او نور پرې نېږدې چې ګاونډیان د افغانستان له اوبو همداسې بې بدیله ګټه واخلي.

په پای کې دنیا خپلواکې ورځپانې لیکلي افغانستان له خپلو اوبو څخه د نړیوالو قوانینو مطابق استفاده کول غواړي، خو ایران د ټولو قوانینو خلاف د افغانستان پرحق خېټه اچولې ده.

XS
SM
MD
LG