د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

د سوریې له جګړې د افغان جنګیالیو راګرځېدل به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري؟


په سوریه او یمن کې د ایران د نظامیانو په ملاتړ د زرګونو جنګېدونکو افغانانو موضوع په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بحثونو په سر کې ده.

د هغو زرګونو افغان ځوانانو په اړه چې د ایران له خوا سوریې او یمن ته د جګړې لپاره استول شوي، په کور دننه یوه لویه پوښتنه داده چې که چېرې د سوریې جګړه پای ته ورسېږي، د ایراني نظامیانو تر چتر لاندې راټول شوي دا افغان جنګیالي به څه کوي؟

کله چې د افغانستان د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق په تهران کې په یوه غونډه کې په سوریه کې د افغانانو په شمول د داعش خلاف د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو وسلوالو ستاینه وکړه، نو په افغانستان کې یې رسمي او غیرې رسمي توند عکس العملونه راوپارول.

ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، د افغانستان ملي شورا او ګڼ شمېر سیاستوالو د ښاغلي محقق دا څرګندونې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دا د افغانستان د حکومت او خلکو دریځ نه دی.

محمد محقق
محمد محقق

ارګ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال "محقق" وروستۍ لانجمنې څرګندونې ارزوي

اجرائیه ریاست: په سوریه کې له جنګېدونکو افغانانو مننه د افغان حکومت دریځ نه‌دی

معترضین: د محقق وروستۍ څرګندونې له پردیو نه ملاتړ دی

له دې سره پر یوه وخت په افغانستان کې د سیاسي شنونکو ترمنځ په سوریه کې د ایران له خوا د فاطمیون په نوم د افغان جنګیالیو څخه د جوړ شوي لښکر د راتلونکې په اړه هم پوښتنې او اندېښنې په زیاتېدو دي.

ویل کېږي چې د ایران د نظامیانو تر مستقیم ملاتړ لاندې تر لس زرو زیات افغانان په ځانګړې توګه افغان هزاره ټبري چې په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ د فاطمیون په نوم په یوه لوی لښکر کې راټول شوي.

دوی دغلته د داعش په شمول د اسد د رژیم له ټولو مخالفو وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

سوریه
سوریه

د ګڼو افغانانو سره پوښتنه داده چې که په سوریه او یمن کې جګړې پای ته ورسېږي، ایا ایراني چارواکي به د فاطمیون په نوم لښکر منحل کړي او کنه په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې به ترې د ایراني د نیابتي جنګیالیو په بڼه کار واخلي؟

افغان لیکوال او ژورنالیست پرتو نادري وايي، په منځني ختیځ او افغانستان کې د ایران پخواني سیاست ته په کتو باوري دی چې د فاطمیون په نوم لښکرې به ایراني چارواکي تر سوریې او یمن اخوا هم په سیمه کې د نیابتي جنګیالیو په توګه وکاروي.

نوموړي په ځانګړې توګه دا ملېشې د افغانستان راتلونکې ثبات ته ګواښ وبللې.

نوموړي زیاته کړه:

"په سوریه کې دا جنګونه پای ته رسېږي او دا لښکر بېرته ایران ته ستنېږي، دوه لارې ممکنې دي، یوه دا چې ایران به دا ډلې منحل کړي، که منحل یې هم کړي، له دې جنګیالیو څخه نورې خودجوشه افراطي ډلې راپورته کېدای شي چې ښايي په نړۍ کې له نورو افراطي ډلو سره د جګړې د دوام لپاره اړیکې ونیسي او دا به یې د عوایدو او ژوند بڼه وي، خو زه ډېر باور نه لرم چې ایران دې د فاطمیون په نوم له افغان جنګیالیو جوړې کړې ملېشتې منحل کړي، زما په باور له سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو سره د افغانستان وروستیو تودو اړیکو ته په پام به ایرانیان به ممکن له دې لښکر څخه په افغانستان کې استفاده وکړي."

نادري: ایران به دا ډلې منحل کړي.
نادري: ایران به دا ډلې منحل کړي.

بل افغان لیکوال او سیاسي شنونکی عصمت قانع هم له ښاغلي نادري سره موافق دی.

نوموړی وايي، له سوریې څخه راستنېدونکي افغان جنګیالي به له ځان سره یو ایران پلوې افراطي ایډیالوژي راوړي او ښايي تر ډېره په افغانستان کې د ایران په ملاتړ فعالیتونو ته دوام ورکړي.

قانع: دا به د یوې افراطي ایډیالوژۍ پلویان وي.
قانع: دا به د یوې افراطي ایډیالوژۍ پلویان وي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا به ډېره مشکله وي چې دا کسان بېرته د افغاني ټولنې په عادي غړیو بدل شي، دوی به د وسلوالۍ په معیشیت مبتلا وي، ډوډۍ به له ټوپکه پیدا کوي، همدارنګه به د یوې افراطي ایډیالوژۍ پلویان وي او د ایډیالوژي به هم د ایران له ګټو سره تړلي او له هغه ځایه رهبري کېږي چې دوی به ورسره تړلي وي."

د سیاسي او ټولنیزو چارو شنونکی، خوشال خلیل د مسئلې یو بل اړخ ته اندېښمن دی.

نوموړی وايي، سني افراطیت لا دمخه په افغانستان کې موجود دی.

که د ایران په ملاتړ جنګېدونکي دا افغانان چې ډېر د شیعه عقیدې په خاطر د سوریې په جګړې کې ګډون ته هڅول شوي، بېرته افغانستان ته ستانه شي، په دې هېواد کې به دا دواړه افراطي ډلې یو بل سره ښکر په ښکر شي او افغانستان کې به یوه مذهبي جګړه چې تر اوسه نه ده پېښه شوې رامنځته شي.

خلیل: دا تشویش په افغانستان کې بېخي زیات دی.
خلیل: دا تشویش په افغانستان کې بېخي زیات دی.

نوموړي زیاته کړه:

"همدارنګه هغو سني تندلارو ډلو ته د دې زمینه برابرېږي چې خپل تبلیغات زیات کړي، پر دوی خپلې حملې توجیه کړي او بالاخره دا دواړه افراطي ډلې سره افغانستان کې ښکر په ښکر شي، دا تشویش په افغانستان کې بېخي زیات دی او که حکومت، سیاستوال او مدني فعالان خلک دې ستونزې ته متوجې نه کړي او د مخنیوي لپاره یې کار ونه کړي نو د دې عواقب ډېر خطرناک دي په ځانګړې توګه په افغانستان کې د مذهبي کړکېچونو احتمال زیاتولی شي، هغه څه چې افغانستان د سیمې د یوازیني هېواد په توګه تر اوسه نه دي تجربه کړي."

په افغانستان کې د روښنايې غورځنګ هغه خوځښت چې په کې تر ډېر هزاره ځوانان راټول شوي.

دې غورځنګ په سوریه کې د ایران په ملاتړ د افغانانو جنګېدل غندلې او له افغان چارواکو یې غوښتي چې پر ایراني لورې فشار راوړي څو د منځني ختیځ جګړو ته په یوه او بله پلمه هلته د کډوالو افغان ځوانانو استول بس کړي.

د روښنايې د غورځنګ له یو مخکښ دواد ناجي څخه مو د هغو افغان ځوانانو راتلونکې ته د شتو اندېښنو په اړه وپوښتل چې په سوریه او یمن کې د ایران په ملاتړ جنګېږي.

نوموړي دا د اندېښنې وړ مسئله وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې په سوریه کې په دواړو خواوو کې افغانان شته، هم د ایران په ملاتړ او هم د نورو هېوادونو په ملاتړ د داعش په لیکو کې چې دواړه یې د افغانستان راتلونکې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

افغانستان: د سوریې د جګړې په دواړو خواو کې افغان جنګیالي نشته

ښاغلي ناجي افغان حکومت ملامته کړ چې تر اوسه یې په دې برخه کې ایراني لورې ته څرګند پیغام نه دی استولی.

ناجي: سعودي او ایران د افغانانو له مجبوریتونو استفاده کوي.
ناجي: سعودي او ایران د افغانانو له مجبوریتونو استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه مجبوریت چې افغانان یې په دواړو لورو کې لري، له دې مجبوریتونو هم ایران او هم سعودي عربستان ناسمه ګټه اخلي، افغانان دې چارې له بدمرغه له بدو شرایطو سره مخ کړي، زموږ چارواکي هېڅ وخت نه دي حاضر شوي چې له ایران او سعودي سره په دې اړه جدي خبرې وکړي، زموږ جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست د بهرنیو چارو وزارت، په دې اړه سکوت غوره کړی او هیڅ کله یې په څرګنده نه دي ویلي چې ایران حق نه لري له افغان کډوالو نا سمه ګټه واخلي، کډوال خپل حقونه لري، دوی باید د خپلو کډوالو د حقونو دفاع کړی وی."

افغان لیکوال او ژورنالیست پرتو نادري هم له ښاغلي ناجي سره موافق دی او وايي:

"دا یوه ډېره خطرناکه مسئله ده، خو د ډېر تاسف ځای دا دی چې دا راپورونه له ډېر وخته موجود دي، خو د افغانستان د ملي یووالي حکومت دا مسئله ډېره جدي نه ده نیولې، تر دې مخکې د حامد کرزي په وخت کې هم ایران چې هره تخطي کوله زه نه پوهېږم چې ښاغلی کرزی یې ولې په وړاندې داسې خاموش وو."

سوریه کې وژل شویو افغان جنګیالیو کورنیو ته کورونه ایران کې جوړ شول

د ایران په ملاتړ په سوریه کې د وژل شویو افغانانو جنازې.
د ایران په ملاتړ په سوریه کې د وژل شویو افغانانو جنازې.

څه موده مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د سوریې او یمن جګړو ته یې د ایران له خوا د افغان کډوالو د استولو موضوع له ایراني چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره یاده کړې.

خو افغان شنونکي وايي، حکومت له ایراني لورې سره تر اوسه دا اندېښنه په هغه سطحه او جدیت چې اړتیا ده نه ده یاده کړې او که اوس هم اقدام ونه کړي ښايي یو وخت یې بیا ډېر څه له وسه پوره نه شي.

XS
SM
MD
LG