د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

بشارالاسد د داعش په وړاندې جګړه کې افغانان استخداموي


ټایمز د خپل یو مطلب په عنوان کې لیکي چې بشارالاسد د داعش په وړاندې جګړه کې افغانان استخداموي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ایران په افغانستان او پاکستان کې د زرګونو ډالرو په لګولو سره خلک د سوریې د جګړې لپاره استخداموي چې په نتیجه کې یې بشارالاسد واکمن پاته شي.

ټایمزپه کابل کې د ځینو شیعه مشرانو له قوله لیکي چې د خلکو د استخدام پروسه په کابل د ایران سفارت سره په هماهنګۍ ترسره کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د ایران سفارت سلګونو هغو شیعه ګانوته چې د سوریې جنګ ته تلل غواړي میاشتنۍ ویزې هم ورکوي.

ټایمز لیکي چې په اردو ژبه د انټرنټ له لارې هم خلک د دغه جنګ لپاره په پاکستان کې استخدامیږي او هر جنګیالي ته د درېیو زرو ډالرو وړاندیز کیږي.

ورځپاڼه د ځینوکارپوهانو له قوله لیکي چې اوس مهال شاوخوا پنځه زره افغانان او پاکستانیان په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره جنګیږي.

ټایمز وايي، د سوریې د حکومت ځواکونه د داسې مخالفینو سره په جنګ دي چې بهتره قومانده او نظم لري او ډیرې سیمې یې له حکومتي ځواکونو نیولي دي.

ورځپاڼه لیکي چې سعودي عربستان، ترکیه او قطر د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو ملاتړ کوي.

بل پلو ایران د دغه رژیم له اصلي پلویانو څخه دی او مالي او پوځې مرستې ورسره کوي.

په کابل کې د شیعه ګانو یو مشر ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د مذهبي لاملونو ترڅنګ بیکاري هم د سوریې جنګ ته د ورتګ یو اصلي لامل دی.

په داسې حال کې چې ټایمز ورځپاڼې د سوریې په جنګ کې د افغانانو ګډون ته پاملرنه کړې، انډپنډنټ ورځپانې بیا د افغانستان په شمال کې د طالبانو د یوه برید په هکله یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د کندز د دم شاخ په سیمه باندې د طالبانو وروستی برید ناڅاپی او څوک یې مقابلې ته تیار نه وو.

انډپنډنټ لیکي چې دغه برید افغان پوځي او استخباراتي چارواکي حیران کړل.

ورځپاڼه لیکي چې وسله والو کسانو د دغې سیمې کورونوته په ننوتلو سره خلک خپلې مخ ته سپر کړل او امنیتي ځواکونه هم څو ورځې وروسته سیمې ته ورسیدل.

ورځپاڼه لیکي چې د کندز وضعه اوس ارامه ده خو وروستیو جنګونو او ناکراریو شاوخوا سل زره خلک د خپلو کورونو پریښودوته مجبور کړل.

ورځپاڼه د مخالفینو په وړاندې جنګ کې د ولسې خلکو د ونډې په هکله لیکي چې ولسي ملیشې د طالبانو او نورو یاغیانو په وړاندې جنګ لپاره اماده شوي او ولایتي چارواکي ځینو دغو ملیشو ته وسلې او پیسې ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس دغه ملیشې چې ټوپک، ماشین ګڼې او بمونه ورسره دي په خپلو سیمو کې ګزمې کوي.

XS
SM
MD
LG