د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

ولسي جرګه: د اریانا په الوتکو کې د جنګیالیو د لیږد مساله دې وڅیړل شي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د ملي امنیت اداره او لویه څارنوالي باید عراق او سوریې ته د اریانا په الوتکو کې د جنګیالیو د لیږد مساله ژر تر ژره وڅیړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون وايي، عراق او سوریې ته د اریانا شرکت په الوتکو کې د ایران له خوا د جنګیالیو د لیږد اسناد په لاس کې لري او دا مساله باید په جدي توګه وڅیړل شي.

د دغه کمیسیون غړي فرهاد صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اریانا افغان هوايي شرکت له دې امله ډېرې پيسې اخستي او څو واره د دغه شرکت په چارتر شویو الوتکو کې عراق او سوریې ته جنګیالي وړل شوي دي.

ښاغلی صدیقي وايي، د ملي امنیت اداره او لویه څارنوالي باید دا مساله د رامنځته شوي حساسیت په پام کې نیولو سره ژر تر ژره تعقیب کړي:

«موږ غواړو چې دا موضوع ډېر ژر څارنوالي وڅیړي او د ملي امنیت اداره هم په دې اړه قانوني تعقیب ولري څو معلومه شي چې دا خلک څوک و او چېرته تلل.

له افغان پیلوټانو هم باید پوښتنه وشي چې دا کسان څوک و او چېرته یې وړل.

د اریانا شرکت په دې مساله کې غټ لاس لري او په دې برخه کې یې لوی اداري فساد ترسره کړی دی.»

ښاغلی صدیقي وايي، دا مساله یې د ټرانسپورټ او هوايي چلند له وزیرسره هم شریکه کړې ده څو هغوی یې هم په اړه جدي پلټنې پيل کړي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون دا غړی وايي چې د اریانا قراردادي الوتکې له ایرانه بغداد ته الوتنې کړي او ځینو پيلوټانو دوی ته ویلي چې له خپلو کابینونو د ښکته کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ولسي جرګې دا کمیسیون په داسې حال کې د اریانا په الوتکه کې عراق او سوریې ته د جنګیالیو موضوع یادوي چې له دې مخکې هم ځیني رپوټونه خپاره شوي و چې یو شمېرافغانان د ایران له خوا د سوریې جګړې ته لیږل شوي او د جذب پروسه یې لاهم دوام لري.

ومو غوښتل د دې موضوع په اړه د افغانستان د ملي امنیت ادارې او لویې څارنوالۍ نظر هم واخلو هغو د دې ادارې چارواکو په دې اړه څه ونه ویل.

اخوا د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د دوی په هیڅ یوه الوتکه کې د ایران له خوا د عراق او سوریې جګړې ته جنګیالي نه دي وړل شوي.

د دغه شرکت سرپرست عمرمستورد دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ایران ته یې دوه الوتکې په قرارداد ورکړي خو د ټولو مسافرینو د لیږد رالیږد او الوتنو په سر کلک نظارت لري:

«زموږه هغه الوتکې چې هلته چارتر شوي دي زموږ د عملیاتونو په هغو کې پرواز کوي.

کوم پروازونه چې زموږ د چارتر شویو الوتکو له خوا کېږي ټول زموږ ترکنټرول لاندې دي او رپوټ یې موږ ته رارسیږي.

دا چې دوی ویلي چې د اریانا په الوتکو کې عراق او سوریې ته د جنګ لپاره جنګیالي استول کېږي.

د اریانا شرکت دا خبرې غیر مسوولانه بولي او نه یې قبلوي.»

ښاغلي مستور وویل چې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اریانا او ځینې نور شرکتونه له یو شمیر هیوادونو سره قراردادونه لري خو دا په دې معنی نه ده چې له الوتکو یې ناوړه استفاده وشي او دوی ترې بې خبره پاتې وي.

د سوریې او عراق جګړو ته د افغانانو د ورتګ مسالې له دې مخکې هم تندغبرګونه پارولي او تل له حکومته غوښتنه شوې چې دا مساله روښانه کړي او پرینږدي چې له دې لارې یې ملي حاکمیت په نړیواله کچه زیانمن شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG