د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

واشنګټن پوسټ: امريکا غواړي افغانستان کې د هوايي قوت سونامي جوړه کړي


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان هوايي ځواک د رغونې د هڅو په اړه په یو مطلب کې لیکي چې متحده ایالات غواړي په افغانستان کې د هوايي قوت یوه سونامي "سمندري توفان" جوړ کړي، خو د ورځپاڼې په وینا د دې قوت اغېزمنې نتیجې ته کلونه په کار دي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن څو اوونۍ مخکې ویلي و، افغان هوايي ځواک به د ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرو په لرلو سره د هوايي قوت داسې یوه سونامي جوړه کړي چې د وسله‌والو طالبانو پر ضد په جګړه کې روان ولاړ حالت به مات کړي.

خو واشنګټن پوسټ لیکي:

دا هلیکوپټرې چې د هغو پر چمتو کولو او افغانستان ته د هرې یوې پر لېږلو څه باندې اووه میلیونه ډالر لګښت راځي، لږ تر لږه تر راتلونکو څو کلونو د جګړې پر بهیر د پام وړ اغېز نه‌شي کولای ځکه د ورځپاڼې په وینا ټاکل شوې چې دا هلیکوپټرې به د لوژیستیکي اکمالاتو، روغتیايي خدماتو او پوځي پرسونل د رسولو په عملیاتو کې په تدریجي ډول د پخواني شوروي اتحاد د وخت د «مې ۱۷» هلیکوپټرو ځای ونیسي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، دا هلیکوپټرې هسې هم د افغانستان د جګړې ډګر ته ناوخته رارسېدلي ځکه د ورځپاڼې په وینا افغان پوځ ته د دې هلیکوپټرو د تسلیمولو بهیر پڅ او د هغو د پیلوټانو د روزنې بهیر اوږد دی، یعنې په هرو درېیو میاشتو کې شپږ پیلوټان د ټرینېنګ له کورسونو فارغېږي او همداراز له «مې ۱۷» روسي هلیکوپټرو څخه کار اخیستل دوام کوي.

واشنګټن پوسټ د متحده ایالاتو د پوځي هوايي روزنې د پروګرام د مرستیال مشر ډګروال داریل اینسلي «Darryl Insley» له قوله لیکي چې نوموړی وايي:

افغان پوځ ته د دې هلیکوپټرو تسلیمول د مار د سر د نیولو په څېر اسانه کار دی، خو د پیلوټانو او عملې روزنه، د هلیکوپټرو ساتنه او مراقبت او هغو ته د پرزو برابرول د مار د لکۍ د نیولو په څېر ګران کار دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ایران د حکومت له‌خوا سوریې ته د افغانانو د استولو د ناوړه عواقبو په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

هغه افغان جنګیالي چې ایران‌یې د سوریې جګړې ته استوي په خپل هېواد کې د وېرې باعث کېږي.

د راپورونو له مخې، ایران زرګونه افغان کډوال د فاطمیون ځواک په لیکو کې د سوریې جګړې ته استولي.

نیویارک ټایمز د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ له هغو دوو اوسېدونکو سره خبرې کړي چې د فاطمیون په لیکو کې وو او اوس د سوریې له جګړې خپلو کورونو ته ستانه شوي.

دوی په امنیتي دلایلو نه‌غواړي چې هویت‌یې افشا شي.

ورځپاڼه د یوه له قوله لیکي چې وايي، قوماندانانو به تل ویل چې دوی به یوه ورځ بامیان د فاطمیون ځواکونو په مرکز بدل کړي او د بل یوه له قوله لیکي چې وايي، هلته به تل دا خبره کېده چې تاسو به هم بالاخره په خپل هېواد کې جګړه کوئ.

نیویارک ټایمز لیکي:

د فاطمیون جنګیالي د ایران د مذهبي مشر له‌خوا د ستاینې لیکنې پر خپلو مټو تړي او زیاتوي، ډېری افغان چارواکي د دې پوښتنې په اړه فکر کوي چې دا جنګیالي به خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته څه کوي.

XS
SM
MD
LG