د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

په افغانستان کې د فرانسوي داعشیانو په اړه نړيوالې تبصرې


  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼه په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د دې ډلې د منځني ختیځ د سخت دریځو د یوځای کېدو په اړه په یوه مطلب کې لیکي؛

له سوریې څخه فرانسوي او الجزایري سخت دریځي د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت ډلې له وسله‎والو سره چې په دې وروستیو کې یې په سیمه کې د ځان لپاره یوه اډه جوړه کړې، یوځای شوي دي.

ډېلي مېل لیکي:

دا خبره یو شمېر افغان او نړیوالو سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د داعش په لیکو کې د سخت دریځو فرانسویانو حضور تأییدېږي او هغه هم په داسې وخت کې چې د یو شمېر تحلیلګرانو په باور په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته ښایي بهرنیان دغه جګړه ځپلي هېواد ته مخه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا د فرانسې لپاره هم چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې له داعشه د الهام اخیستونکو تر ټولو خونړیو حملو شاهده وه، د اندېښنې وړ مسئله ده.

د هغه هېواد لپاره چې نه‌پوهېږي له خپلو هغو په سلګونه اتباعو سره چې منځني ختیځ ته د دغې ډلې په پلوي جګړو کې د ګډون لپاره تللي، څه وکړي؟

د راپورونو له مخې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‎والو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال جوزجان په تېره بیا د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې فعالیتونه زیات کړي دي.

د درزاب ولسوال باز محمد داور ویلي چې د الجزایر او فرانسې یو شمېر اتباع په سیمه کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو ته داخل شوي دي.

په کابل کې اروپایي او افغان امنیتي سرچینو هم د هغه دا خبره تائید کړې، خو دا یې نه‎دي ویلي چې شمېر یې څومره دی؟

د درزاب اوسېدونکو بیا ویلي چې شااوخوا ۲۰۰ بهرنیو وسله‎والو د بي بي مریم له کلي څو سوه متره لیرې د ځان لپاره یو کمپ پرانیستی دی.

یو شمېر اروپایي سرچینو ویلي چې اکثره دغه بهرني وسله‎وال له تاجکستانه د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.

د ډېلي مېل په لیکنه، افغانستان خپل ځان ته د بهرنیو وسله‎والو د راکاږلو یوه اوږده سابقه لري، په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي د یرغل په وړاندې د افغانستان جهاد ته ډېرو بهرنیانو په تېره بیا عربانو رادانګلي و چې وروسته القاعدې له دې هېواده د ځان لپاره د یوه امن ځای په توګه کار واخیست.

د ډېلي مېل په وینا که څه هم پنټاګون وایي چې په افغانستان کې د داعش د وسله‎والو شمېر له زرو کم دی، خو د چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور په دې هېواد کې د بهرنیو وسله‎والو مخ په زیاتېدونکي حضور ته په پام سره داسې نښې لیدل کېږي چې داعش د نړیوالو حملو لپاره د بهرنیو وسله‎والو یوه عملیاتي برخه په دې هېواد کې فعالوي.

  • امریکایۍ بېل‌وېل نیوز ډموکرات انټرنټي خپرونه

امریکایۍ بېل‌وېل نیوز ډموکرات انټرنټي خپرونې امریکا ته د محمد یونس یوسفزي په نوم د هغه ځوان افغان ترجمان سفر ته پام اړولی چې له څو کلونو هلو ځلو وروسته د امریکا په هیوسټون کې له خپل پخواني امریکایي امر سره یوځای شوی دی.

۲۴ کلن یوسفزي چې هغه وخت ۱۷ کلن و، په هلمند کې د امریکايي پلي سمندري ځواکونو د یوه جزتام له قوماندان ډګرمن مایک هډسون سره د ژباړونکي په توګه کار کاوه.

د خپرونې په لیکنه، هډسون چې اوس په امریکا کې د احتیاطي پوځیانو په اډه کې دنده سرته رسوي وایي، ده چې کله خپل پخوانی ترجمان ولید چې بالاخره امریکا ته راورسېد، ډېر د خوښۍ احساس‌یې وکړ.

دی وایي دغه سفر څلور کاله وخت ونیو دا اندېښنه ورسره وه چې ښایي هغه دومره ژوندی پاتې نه‎شي چې دغه سفر ترسره کړي.

یوسفزي دې خپرونې ته ویلي، د هډسون په لیدو یې داسې احساس وکړ چې یوازې نه‎دی او اوس یوه کورنۍ لري.

د خپرونې په وینا د امریکا د حکومت د سپټمبر میاشتې د راپور له مخې د افغانانو لپاره د مهاجرت ویزو د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې تر اوسه له ۹ زرو زیات کسان چې د امریکا د ویزې غوښتنه‌یې کړې، ویزو اخیستو ته منتظر دي.

XS
SM
MD
LG