د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

ملي ارمان: د سلیماني په اړه د ارګ او اجرايیه ریاست اعلامیې له یو بل سره په خلاف وې


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډیره د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپل سرمقاله کې لیکي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو مشر چې د امریکا له لوري په عراق هوایي ډګر کې ووژل شو، افغان حکومت په دې اړه معقوله دریځ نیولی.

سرمقاله لیکوونکي لیکلي، چې افغان حکومت باید دې ته ورته مسایلو کې اجازه ورنه کړي، چې سیمه ییز او نړیوال جنجالونه دې پر افغانستان اغیز وکړي.

لیکوال لیکلي، د افغانستان د ډيپلوماسۍ دستګاه او ټول حکومت باید هڅه وکړي، چې هېواد له سیمه ییزو او نړیوالو شخړو لرې وساتي او د هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادنو په چارو کې له لاس وهنې ډډه او بې طرفي خپله کړي.

د سرمقاله لیکوونکي له لوري اندېښنه څرګنده شوې چې د ایران استخباراتي او اطلاعاتي ځواکونه به د قاسم سلیماني د وژل کېدو غچ په افغانستان کې د امریکا پر ضد د ترهګریزو حمله په وسیله وانخلي خو افغان حکومت باید هېڅ چا ته اجازه ونه کړي چې د دې هېواد خاروه د بل پر ضد وکارول شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپل یو جلا مطلب کې "د حکومت دوه رهبران، یو د قاتل او بل د مقتول په څنګ کې" تر عنوان لاندې لیکلي، چې د قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه د امریکا د خوښولو خو د اجرائیه ریاست اعلامیه بیا ایراني رنګ درلود.

د دې مطلب لیکوال لیکلي، چې د قاسم سلیماني په اړه د ارګ او اجرايیه ریاست خپرې شوې اعلامیې له یو بل سره په خلاف وې.

د لیکوال په باور، ولسمشر غني د خبرپاڼې په لومړیو کې امریکا خوشحاله کړې او بیا یې له ایران سره غمرازي کړې.

خو عبدالله عبدالله بیا په خپله اعلامیه کې لومړی د ایران رضایت تر لاسه کړی او بیا یې د امریکا د اندېښنو د مخنیوي هڅه کړې.

لیکوال باور لري، چې دا په دې معنا ده چې افغان حکومت لپاره د امریکا د یو مهم او سټراټیژیک هېواد او ایران بیا د سولې په برخه کې مهم ګاونډی هېواد بلل کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې، قاسم سلیماني د امریکا تر ټول سخت دښمن او په سیمه کې د ایران د پلانونو طراح وه.

سرمقاله لیکوونکي لیکلي، چې امریکا وایي سلیماني په سوریه، عراق، افغانستان، لبنان او بېلابېلو نور هېوادونو کې مختلفې ډلې تنظیم کړي چې نیابتي جګړه پر مخ یوسي.

د لیکوال په باور، دا چې سیلماني د ایران لپاره مهم جنرال او د پلانونو طراح یې وه، احتمال یې شته چې له امریکا د نوموړي د غچ د اخیستو هڅه وکړي.

لیکوال په دې اړه د افغان حکومت دریځ پر ځای بللی، او ټينګار یې کړی چې ایران او امریکا دې دې دا مسله په خبرو حل کړي.

XS
SM
MD
LG